غزل

چا وې چې زما پر مخ پراته اویا نقابه دي
دا خو یاره ستا پر مخ پراته اویا نقابه دي

لګي که خوږه ، خوږه همدا دې رژوي سبا
ګله د  هوا پر مخ پراته اویا نقابه دي

ښایي چې اولس مې په اویا رنځونو واړوي
اورم ، د پاچا پر مخ پراته اویا نقابه دي

اور به وي ،که نور به وي ، شیطان به وي که ته به یې ؟
خدایه د رڼا پر مخ پراته اویا نقابه دي

څنګه مې د زړه یاران رابېل کړم له مارانو نه
اوس چې د هر چا پر مخ پراته اویا نقابه دي

زه دې په یوه خطا اویا ځایه بدنام کړم خو
ستا بیا د ګنا پر مخ پراته اویا نقابه دي

ګرانه ده جلاله په یوه نظر شناخت د چا
ګرانه د دنیا پر مخ پراته اویا نقابه دي

جلال امرخېل