غزل


 که منصور وي خوبولی ما دې مړ کړي
محبت چې شي ښاغلی ما دې مړ کړي

که وطن مې په وژنو ازاديږي
اول ما دی ځان منلی ،ما دې مړ کړي

زه په خوب ويده اولس ته مزاحم يم
د زړه شور مې دې کړي غلی ،ما دې مړ کړي

سترګې ستا له سترګو نه شم اړولی
را اوچت دې شي ټول کلی ما دې مړ کړي

زه ياغي يم ، زه مجرم د دې نظام يم
ما قاتل ، قاتل بللی ،ما دې مړ کړي

يو تصوير يې ما په زړه پورې ګنډلی
که مې بل چا ته ښودلی ما دې مړ کړي

که په مرګ مې د چا ښه کيږي جلاله !
ما خپل خون ورته بخښلی ما دې مړ کړي

جلال امرخېل