ته خزان وهلې ونه
او یاران دې لکه پاڼې
ورځ په ورځ درنه رژیږي

یه د مینی سمندره
لږ راکم شه لږ راتم شه
که دی شور شاعرانه دی
او خلوت دی رندانه دی
خو یاران دی هم ګرم نه دی
دوی پوهیږی او ډاریږی
سمندر ته چی څوک ګډ شی
نو ډوبیږی او غرکیږی
ځکه ځکه خو ملګری
ورځ په ورځ درنه ستنیږی

ځان ته مه وایه چی غر یم
که الفاظ د شاعرۍ دی
غرنی دی لیونی دی
یا د ښکلو و لیمو ته
ماڼوګان دی ، سپیلنی دی
خو دا هم درنه هیر نه شی
چی په غره کی که ښکلا شته
طبیعت شته او رڼا شته
د فطرت هره ادا شته
خو په غره کی تیاره هم شته
اوازونه د بلاو
او خطر د شرمښانو
لړمان شته او ماران شته
ډارونکی حیوانان شته
د ژوندون غرڅه چی وخوری
د مرګی وږی لیوان شته
اوس د تورو غرونو منځ کی
بلا کم خلک اوسیږی
ځکه ځکه دی ملګری
ورځ په ورځ درنه بیلییږی
چی وجود تری په عذاب وی
نو یو غړی خو غوڅیږی
ته خزان وهلی ونه
او یاران دی لکه پاڼې
ورځ په ورځ درنه رژیږی

ته که ګل د غزلزار یی
نو اغزی درپوری هم شته
که څوک ګوتی درنږدی کړی
وینی وینی یی ستنی کړی
زړه یی ستړی وسواس واخلی
او له تا څخه لاس واخلی

ته بی پاڼو، بی یارانو
اوس یی ډکه له مارانو
ته خزان وهلی ونه
مرغکۍ درنه یریږی
جینکۍ درنه ترهیږی
نه دی سیوری شته لالیه
چی مئین ورلاندی کینی
د خپل زړه خبری وکړی
د نانځکو د وختونو
د واده خبری وکړی

ته خزان وهلی ونه
ستا په زړه کی وینه کمه
ستا رګونه مړاوی مړاوی
او یاران دی لکه پاڼی
ستا د زړه په وینه پایی
که ته غواړی چی تازه شی
او سپرلی درباندی راشی
نو دا پاڼی کړه راټینګی
د خپل زړه په پاکه وینه
هم په وینه هم په مینه

جلال امرخېل