غزل
شرنګولې په کوڅو کې د دې ښار دي زولنې ما
د پرهر په شور لیکلې ، د فکرونو ترانې ما
چې دا ستا د مخ له اوره ، په خپل زړه نه سوځیدله
څه ګیله خو به کوله خاماخا له ائینې ما
تا که زه یم پیدا کړی ، ما خو هم ته راپیدا کړې
زه خو تا منم خاونده ، ته به هم ګوره منې ما
نه مې وینې ، نه مې اورې ، نه فریاد زما په درد کړې
ته ړنده کړې ، که کڼه کړې ، که ګونګۍ کړې زمانې ما
چې اړخ په اړخ اوړم ، په ازغو مې زخم لګي
دا په خپله په ځان وکړې ، محبته دا کانې ما
سمندر شوم ، شمال نه شوم چې مې خاورې پر سر باد کړم
ستا له تګ نه پس کړې ورانې ، ستا د پلونو نښانې ما
دا د کوم ارمان تکل و ، د کوم درد زور و جلاله !
له غزل سره چې وکړې، په دې عمر دا نخرې ما
جلال امرخېل