غزل

که لاهور که رنتنبور دی که باګرام دی
هر منظر په وينو سور زما د قام دی

څوک له سپي سره ، سپی کيږي نه ، رقيبه!
بس دی ، تا ته مې په درې لوېشتې سلام دی

ستا د سپينې خولې وعده به يې سپين نه کړي
زړه مې تور د تورو زلفو په الزام دی

اوس چې ځان ته مئېن وايمه ، شرمېږم
اوس خو دا مرض په ټول کلي کې عام دی

زه حيران يم ،چې ځواب يې څنګه ورکړم ؟
رالېږلی له کابل نه چا سلام دی

ټول زما د یو خوشال له سره روحه شه

که شکسپیر دی ، که غالب دی که خیام دی

شعر زما د خپل زړګي درد دی جلاله!
نه مې کړی کوم جادو دی ، نه الهام دی

جلال امرخېل