یوه هنداره په ګوتو جوړه
زمونږ ټولنه د نورو ټولنو په څېر نه ده چی یوازې د یو چا په شعر او هنر باندې قضاوت کیږي ، دلته له هنر سره سره د هنر پنځونکي انفرادیت او شخصیت هم تر ډیره په نظر کې نیول کیږي ، که یو څوک تر ټولو ښه شعر هم ولیکي ، په تخلیق یا تحقیق کې په خوله کې اور هم وګرځوي خو چې شخصی کرکټر یی یو څه مذبذب وي نو په ټولنه کې د مطرح کیدو لپاره یی چانسونه ډیر کم دي.
کمال شهزاده، له شعر سره سره د یوه ښه کرکټر خاوند دی ، ما ورسره څه موده دمخه په کابل کې د ځنو نورو ملګرو په شتون کې یو څو شپې سبا کړې، ښاغلي ته خدای تعالی د ښه هنر د تخلیق تر څنګ یو ښه کرکټر هم ور په برخه کړی دی ، د یوه ښه اواز څښتن او د یوه ښه ویاند نښې په کې له ورایه ځلیدې ، په شپو شپو مو مشاعرې وکړې او په هره مشاعره کې که څه هم چې ملګري به کم ول او د مشاعرې فضا به نه وه جوړه خو کمال شهزاده به په خپل کمال مشاعرې ته لاره جوړه کړه.
د نوموړي له ذوق څخه په ډاګه ښکاریده چی د لوړ ذوق خاوند دی ، د ډیرو شاعرانو خواږه بیتونه یی په یادو زده ول، شاید همدا وجه هم وي چې په شاعرۍ یې یو څه د نورو شاعرانو رنګ هم ورخور وي ، که څه هم چې د خوست سیمی ډیری زلمي شاعران د هیواد د ټولمنلي شاعر پیرمحمد کاروان نه اغیزمن دي خو کمال شهزاده سره له دې چې د کاروان صیب پیروي کوي ، په شعري ټولګه کې یې د ځنو نورو شاعرانو رنګونه هم لیدلی شو، خو د دې معنا به دا بیخي نه وي چې ګویا شهزاده دې خپل کمالونه و نه لري.
تقلید په ادب کې جواز دی ، زما په نظر د نویو شاعرانو لپاره تقلید څه چې د بل شاعر ښه شعر هم د یو څه ادلون بدلون نه پس په خپل نوم کول جواز دي ، ځکه دا هم د نوي شاعر د شاعرۍ لپاره لاره هواروي خو باید تر پایه داسې پاتې نه شي ، فطري شاعر او هغه څوک چی په واقیعت کې له شعر سره مینه ولري او ریاضت ته یی زړه وتخنیږي بیا په ډیره لنډه موده کې ځان ته خپلې ملغلرې راټولوی او ځنې ملګري بیا تر پایه په همدې لاره روان وي.
د دې وجه دا هم کیدای شي چې ځنې وخت د تقلید پر لاره تلونکي شاعران د هغه نږدې دوستان دې ته نه ورمتوجه کوي چې په شعر کې دې ځان ته خپلې خبرې ولري ، بی ځایه په واه واه باندې یې د شعر د راتلونکې ملا ورماتوي.
کمال شهزاده په خپله وایي :
یو چا به نازولمه په هغه دغه ډیر
ارشاد ارشاد او داد په زولنو تړلی وم
تنقید د شعر لپاره داسې ګڼل کیږي لکه اوسپنه چې په اور سره شي ، چې لا پخه شي ، کمال شهزاده همدا خبره په ډیره هنري بڼه کوي، په دې هم قناعت کوي چې د ملګرو له خوا تل داد او تشویق که څه هم چې شاعر ته د نوي شعر لپاره نوې ساه او نوی فکر ورکوي خو کله کله له شاعر نه د شعر لیکلو لاره ورکوي.
که څه هم چې د ښاغلي شهزاده دا غزل
د هر نظر د موسیدلو وخت دی
سترګې دې خلاصې کړه د ګلو وخت دی
د سردار علي ټکر په اواز کې د مشهورې سندرې
ټکنده غرمه د لیونو د ګرځیدو دی وخت
څخه یو څه متاثره ښکاري.
یا یې هم دا بیت :
کسي دې چینې دي او باڼه دې پرې نښتر ولاړ
ډیرو تندغرو ته د دې چینې اوبه لګي
د عمر دراز مروت د دې بیت تر ډیر اغیز لاندې دی
لکه چنار لاندې چینه عمر درزا مروته
داسې پر سترګو د بڼو یې راخواره وي سیوري.
یا دې ته ورته ځنې نور غزلونه یا یو نیم بیت یې ، خو له دې سره سره بیا هم شهزاده په دې توانیدلی دی چې په شاعرۍ کې خپل کمالونه وکړي.
یو درد مې د زړګي په جزیره کې تاویده
پاچا و د ملنګ خړه حجره کې تاویده
په دې بیت کې د شهزاده صیب خپل کمال له ورایه ښکاري ، درد ته پاچا ویل او خپل زړګی لومړی جزیره ګرځول ، بیا دا جزیره د ملنګ د ناستي له ځای سره تشبه کول یوه نوې تجربه ده ، مونږ له درده ډیر وخت په شعر کې شکایت کوو ، ښه به یی هم یادوو خو له مجبوریته ځکه چې د چا له خوا به وي او د درد په راتلو به هغه کس را په زړه کیږي ، خو درد ته د پاچا خطاب کول او بیا دا درد د خپل زړه وړ نه بلل ، زړه د هغه چا د درد په مقابل کې ډیر کم بلل دمینې یوه ژوره فلسفه ده او یوه نوې او شاعرانه تجربه.
زمونږ ځنې ملګري چې په شعر کې د نوښت خبرې کوي او تل په نوښت پسې منډې ترړې وهي نو تر ډیره د نوښت په لټه کې له یو ډول شعري بدرنګۍ سره مخ کیږي ، د نوښت په نوم به داسې شعر وړاندې کړي چې نه به یې سر معلوم وي نه اخر، یا به په ذهن ښه نه لګي یا به له طبیعي حالته هیڅ ډول ښکلا و نه لري.
تنګه خوله یې په مثال د میږې سترګه
نه غلط شوم چې مثال یی ناپیدا دی
دلته زمونږ کلاسیک شاعر د مبالغې د هنر د پیاوړتیا لپاره که څه هم په خپله مبالغه کې پوره پوره بریالی شوی دی خو له شعري بدرنګۍ سره ضرور مخ شوی دی، زه وایم هغه ملګري چې شعر د شعر لپاره لیکي هومره به په شعر کې بریالي نه شي نسبت هغو ملګرو ته چې شعر یوازې د زړه له درده لیکي.
شعر د شعر لپاره څنګه لیکل کیږي ؟؟ همداسې چې د شعر فني اړخونو پسې ډیر ګرځي ، په شعر کې باید مبالغه وکړم ، په شعر کې باید غلو وکړم ، عارفانه تجاهل وکړم ، نوښت وکړم ، فلسفه وکړم ، یا کومه بله بلا ، چې د دې شیانو په لټه کې کله کله سم دم سړی له شعر پاتې شي، یا په ګډوډو سر شي.
اوږدې څڼې یې غوړې سترګې تورې په کجلو
ملا هم د ساقیانو په واده کې تاویده
ملا او ساقي د پښتو شعر دوه ډیر سولیدلي سمبولونه دي ، چې تل په اختلاف کې دي ، خو د اوسنۍ زمانې شاعر دومره نوی والی ورکړ چې ملا یې په ځنو ځایونو کې له ساقی سره جوړ کړ ، پخلا یی کړ او دواړه یی ملګري وبلل لکه نجیب عامر چې وایي:
ساقي مې دې ته جوړ کړ چې سجدې کړي په مزدک کې
اوس وار دی د ملا چې میکدې ته یی روان کړم
یا هم سیف الرحمان سلیم چې وایي
ساقي دې هر ماښام پوښتنه کوي
ناصحه چېرته یې چې نه ښکارې
خو کمال شهزاده په خپل بیت کی ملا ته څڼې غوړې کړي او د رنجو په ځای یی بیا کجل ورپورې کړې دي، چې د ښځینه و خاصه ده ، بیا یی د ساقیانو په واده کې ګډ کړی دی ، چې کومه خاص شاعرانه موضوع خو نه ده ، نه ده. ورسره یې د رنجو پر ځای د کجلو نوښت بیخي کار ورخراب کړی دی.
خو کمال شهزاده په یو نیم ځای کی له دغسی تیروتنو سره سره په خپلو نوښتیزو هڅو کې تر ډیره بریالی هم ښکاري.
قربان ، له عشقه دې سرور اخستی مرم درپسې
ته ښکلی ګل یې، روح مې ځي لکه شبنم درپسې
چې تورو سترګو کې اوبه اوبه نظر ګرځوې
خود به سکروټو باندې اخلمه قدم درپسې
په لومړي بیت کې روح ته شبنم ویل ، که څه هم تر دی دمخه به مو روح ته وږمه ویل اوریدلي وي خو دلته روح شبنم کول یوه نوې خو ښه تشبه ځکه بللی شو ،چې که روح وږمه کړو نو وږمه له ګل نه راپاڅیږي ، که ګل نه وي نو وږمه هم ورسره مري، وږمه د ګل محتاجه ده ، وږمه په ګل پسې نه ځي بلکې له ګل نه راوځي، یانې روح په وجود پسې ګرځي ، چې په خپل ځای یوه په زړه پورې شاعرانه موضوع ده خو کله چې روح شبنم شي نو د شعریت خوند یی لا زیات شي ، ځکه شبنم بیا په ګل مئین بلل کیږي ، شبنم په ګل پسې ورځي، په ګل اوري ، که د ګل وجود مخ په محوه کیدو وي بیا هم ورباندې وري خپله مینه ورسره پالي او همدا د رښتونې مینې غوښتنه ده.
زما یې د اوبه اوبه نظر تر عنوان لاندې په شعر کې بیا دغه روان اوبی تکله بیت ډیر خوښ شو.
هجر دې دا رنګه کانې راباندې وکړلې چې
جانانه لپې لپې اوښکې تویوم درپسې
زه په شعر کې تل د لفظ پرانۍ او لغت پرانۍ مخالف یم ، دغه ډول په ساده بڼه لیکل شوي شعرونه ما ته خوند راکوي ، شاید دا به یا زما د ذوق کمزوري وي، یا به مې لا فکر د دې نه وي چې ډیر پیچلي شیان دې خوښ کړي او ورباندې دې ځان وپوهوي.
د کمال شهزاده ( یوه هنداره په ګوتو جوړه ) شعري ټولګه کې بلا نور ښکلي غزلونه او نظمونه هم شته ، چې په ټولو غږیدل به یی لیکنه اوږده کړي.
شعرونه یې تر ډیره له خونده ډک دي ، له بې ځایه شعاربازۍ څخه یې په دې ککړ دور کې ځان تر ډیره ژغورلی چې همدا هنر یې هم په دې ارزي چې د ښه شاعر په څیر ومنل شي.
چې ډوب و د قران په ایاتونو کې ځیر ځیر
لیمه یی و خواږه رالږیدلي هغه شپه
ملګری د غزل د ښاپیرۍ و شهزاده
نو ځکه یې شعرونه ډیر لیکلی هغه شپه
په درناوي
جلال امرخېل