غزل

دا د تمام عالم په ژبو کې خوږې غزلې
دا د پښتو غزلې دا دي بې جوړې غزلې

زما د زړه په تکو سرو وینو  لمدې غزلې
ته که داغونه راکوې نو راکوې غزلې

تا ته خو هم زده دي وړې وړې ګیلې د یارۍ
تا ته خو هم زده دي وړې ، وړې وړې غزلې

جینۍ شاعره یې ، که یار دې دی شاعر د غزل
چې د مکتب د هر کتاب پر شا  لیکې غزلې

پاس له اسمانه الوتکې سره اورونه شیندي
زه خو ګرم نه یم چې کوي مې سرې لمبې غزلې

زموږ حساب که په کمیت نه ، په کیفیت وي اشنا
زما یوه غزل او ستا یو سل او درې غزلې

دلته افکار د بې حسۍ په درانه خوب ویده دي
جلاله  بس کړه ګله ،  چا ته اوروې غزلې

جلال امرخېل