غزل

ستا د جفا په تیغ زما قلم قلم زړه دی
ښه ده، بس ښه ده چې اخته په دې ماتم زړه دی

د ښار په ښکلو چې زوریږي نو زما زړه دی
د ګل پر پاڼو چې پریوځي د شبنم زړه دی

چې ستا په مینه پايي ، ستا په نامه ساه اخلي
اوس مې نظر کې د رقیب هم محترم زړه دي

عالم ګرم نه دی، ګرم خو زه یم چې پریوتی رانه
پر هره لار، پر هر ګودر، په هر قدم زړه دی

زه که د خپل خواهش لپاره جنتونه پریږدم
زما سینه کې خو هم خدایه د ادم زړه دی

هر څوک چې ژاړي دا به هم ورسره سم ژاړي
دا دې په غم شي دا د ټول جهان د غم زړه دی

هغه خو ستا هم څه اوله مینه نه ده کنه
جلاله خیر دی که یې بل چا سره هم زړه دی

جلال امرخېل