غزل

زما سینه کې ستا د زړه د درځیدلو وخت شو
زما د تللو وخت شو ستا د ژړیدلو وخت شو

د ارمانونو د زخمونو د سکونډلو وخت شو
خلک ویده شول د پیالو د شرنګولو وخت شو

ګیله به نه کوم چې سترګې دې بدلې کړلې
موسم بدل شو ، د هوا د بدلیدلو وخت شو

اوس چې خبره شوه د ننګ او د ناموس په وطن
د زړګي سره اوس د سر د جارولو وخت شو

بیا ملابانګ شو بیا مې غم شو د وړو را په سر
بیا د ښار چوک ته مزدورۍ پسې د تللو وخت شو

زما په سرو وینو به رنګ شي ستا د لاس نکریزې
کټ دې درټول کړه د رڼا د لګیدلو وخت شو  

جلاله بیا ګلان خندیږي د سپرلي په شمال
جلاله بیا دې جوړ د زړه د چاودیدلو وخت شو

جلال امرخېل