غزل

دومره مې وژړل دا ستا د بېلتانه له درده
سترګې چې پټې کړم خوږیږي مې باڼه له درده

لکه د پاڼې که خدای ژیړه کړلې ته له درده
لکه د ونې یې په ملا مات کړمه زه له درده

ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نه شته
ته راته ووایه څوک څنګه شي ویده له درده ؟

په هغه شپه چې شړک باران په کشمالو وریده
د زلفو یاده ! په خدای زړه مې چاودیده له درده

ستا تګ نه پس هم چې ساه اخلم نو رښتیا به وي چې
نه څوک د چا له غمه مري جانه او نه له درده

که ځې زما په خاطر ،هره چارشنبه زیارت ته
ما دې همدې لپاره هم نه کړي خدای ښه له درده

جلاله مینه به بدنامه شي په ټوله دنیا
په ډک محفل کې په زړه لاس مه ږده د زړه له درده

جلال امرخېل