ګرانې منې مې که نه ؟
څنګه مې زړه درنه راټول کړ لکه تا به چې
زما له کټه خپل ټوټې ټوټې بنګړي ټولول
يوه ټوټه مې هم در پرېنښود
له روح ، روان او حافظې نه مې هم وويستلې
اوس چې قدم په قدم ږدم نو ستا نامه نه اخلم
اوس مې چې ساه کله بنديږي ستا د ياد پر ځای
پاس د اسمان پر لورې سترګې نيسم
اوس د کتاب پر پاڼه ستا د مخ تصوير نه وينم
اوس د خپل ژوند په هدف پوه شوم ،اوس مې درس وايم
چې مې مبايل ته د چا زنګ راځي
ځان سره نه وايم چې ته به يې
او په لمانځه کې هم له ځانه سره نه خاندمه
ستا ماشومانې ليونۍ خبرې نه يادوم
اوس هم شوګير کوم خو هغسې شوګير نه کوم
که تر سهاره د اسمان ستوري هم شمارمه خو
نه ستا د ذکر په خيال نه هم ستا د فکر په خيال
بس ، هسې ځان ته مشغولتيا جوړوم
د بارانه په شپه هم ستا د غېږ ارمان نه کوم
د شعر ليکلو پر وخت هم مئېنې
زما په روح باندې قبضه نه لرې
زما د زړه د وينې رګ رګ دې نيولی وي
****
ټوله مې هيره کړلې
داسې مې هيره کړلې
لکه چې څنګ و تا قسم راکړی
***
خو جانه ستا د هيرولو قسم
زما سپېڅلی هنر هم داغي کړ
ما شاعرۍ کې هم درواغ شروع کړل
جلال امرخېل