غزل

د مخ شغلو ته دې نیولی دی نقاب ، پوهیږم
په دې ،چې اور نه کړي د چا د سترګو آب ، پوهیږم 

سترګې مې ډکې دي په خوله به درته هیڅ نه وایم
ته مې په سوال پوهیږې ، زه دې په ځواب پوهیږم

ستا د پاړجنو شونډو رنګ، زما دزړه بې وسي
زه اوس په راز د وچو پاڼو د ګلاب پوهیږم

هم نن به ښه وي چې په ننګ مې دپښتو پورته شم
کنه سبا به یم له دې نه هم خراب ، پوهیږم

نه مې فطرت ګله ؛ بدلیږي دموسم په شانتي
نه دحالاتو دنخرو په اضطراب پوهیږم

شاعر به نه یمه ، ښه شعر به هم لیکلی نه شم
خو دا رښتیا ده چې د شعر په پیچ و تاب پوهیږم

مینه کوم ، مینه مې ژوند ، مینه مې ساه او ارواح
نور نه جلاله په عذاب ، نه په ثواب پوهیږم

جلال امرخیل

* د یوې طرحي مشاعرې په طرز کې لیکل شوی چې طرز یې ښاغلي غضري صیب ټاکلی و.