غزل

ستا په لفظونو مې غزل ته ګل کاري کړې ده
د فن لپاره مې همدومره فنکاري کړې ده 

نه راتلم ، بیا هم چې په نه زړه ستا محفل ته راغلم
ګله له زړه سره مې بیا ډیره خواري کړې ده

اوښکو د وصل په شپه بله خطا نه ده کړې
اوښکو خو بس زما د خوږ زړه ریباري کړې ده

خط یې راغلی چې ضرور به راته تا راکوي
(بېګا مې خدای ته په سرتوره سر زاري کړې ده )

زموږ سپرلو کې هم په ګلو پسې سترګې وځي
خلکو خزان کې هم د ګل خریداري کړې ده

یا به پښتو ګټم او یا به پښتانه ګټمه
ما له حالاتو سره داسې جواري کړې ده

یاران لګیا دي د واه واه لپاره هر څه لیکي
جلاله ما د زړه له درده شاعري کړې ده

جلال امرخېل