غزل
یو څه حسرت مې ستا اوربل ته خاماخا رسوم
د زړګي وینې به مې ګل ته خاماخا رسوم
د خپل ارمان مړی کوم او ستا کوڅې ته درځم
دغه مقتول به دې مقتل ته خاماخا رسوم
پریږده چې مینه مې بیا رګ، رګ په عذاب اخته کړي
لکه شراب یې د زړه تل ته خاماخا رسوم
د لونګین لړ دې شکوم ، په بارودي ماحول کې
دا خوشبويي دې چاپیرچل ته خاماخا رسوم
که په سینه وي ، که په پښو وي ، که په سترګو درتلل
وروستۍ سلګۍ دا ستا درشل ته خاماخا رسوم
د حاسدانو سپي دې غاپي تر سبا راپسې
د شعر کاروان به مې منزل ته خاماخا رسوم
جلال امرخېل
05.12.2011
- جلال امرخېل
غزل ستا په لفظونو مې غزل ته ګل کاري کړې ده د فن لپاره مې همدومره فنکاري کړې ده نه راتلم ، بیا هم چې په نه زړه ستا محفل ته راغلمګله له زړه سره مې بیا ډیره خواري کړې ده اوښکو د وصل په شپه بله خطا نه ده کړې اوښکو خو بس زما د خوږ زړه ریباري کړې ده خط یې راغلی چې ضرور به راته تا راکوي(بېګا مې خدای ته په سرتوره سر زاري کړې ده ) زموږ سپرلو کې هم په ګلو پسې سترګې وځي خلکو خ...
06.12.2011
- جلال امرخېل
غزل هغه دې یو ځل لکه شپه خوره وره شي په ما بیا دې سبا د خلکو جوړه ننداره شي په ما زه د قاتل خنجر نیولی شم خو نه یې نیسم پریږده چې دا وروستی ارمان یې هم پوره شي په ما زما جنون به قیس په خوب کې هم لیدلی نه وي که د...