غزل

هغه دې یو ځل لکه شپه خوره وره شي په ما
بیا دې سبا د خلکو جوړه ننداره شي په ما

زه د قاتل خنجر نیولی شم خو نه یې نیسم
پریږده چې دا وروستی ارمان یې هم پوره شي په ما

زما جنون به قیس په خوب کې هم لیدلی نه وي
که د صحرا شوم نو صحرا به یو ذره شي په ما

خاورې د خپل تصویر د حسن پښو ته مه رسموه
نه ؛ چې غمګینه دا شهکاره منظره شي په ما

خلکو ته چتر وي ، پناه وي ، سائېبان وي اسمان
خو چې زه غږ کړم نو راتوی ایره ایره شي په ما

تا که و نه ژړل زما د زړه په اور زمانې
زه باوري یم چې د لمر سترګه به سره شي په ما

جلال امرخېل