د ګیله منو سترګو اور دې په ما
تا ته جانانه چا دروغ ویلي
چې زه له تا نه سوځم
ستا له ښکلا نه سوځم
او ستا ستاینه په ما بده لګي

زما د زړه پر تخته ناسته کبرجنه پاچا ؛
حقیقت داسې نه دی
ستا چې هر څومره مئینان ډیریږي
زما لپاره رقیبان ډیریږي
خو زه په مینه کې شومتوب نه کوم
خلک چې تا ستايي زه زړه ورکوم
جانه له ډیرې خوشالۍ نه مې
ورته لیمو کې تودې اوښکې راځي
خلک چې تا او ستا ښکلا ستايي
ګله زما د غزل
ژوندۍ اروا ستايي

جلال