غزل

تا ته کیسه په دیواله کې د تصویر نه ده زده
ما ته ګیله په خپل حالت مې له تقدیر نه ده زده 

کومه عظیمه او شهکاره فلسفه د جهان
د قلندر چې زده ، هغه د جهانګیر نه ده زده

ته مې یاغي د نظام بوله مغل پاله ؛ خو زه
د سر سودا کوم ، سودا مې د ضمیر نه ده زده

زړه مې دې مات کړ ، غږ یې وخوت چې بدنام شاعر شې
بغیر له دې بله ښیرا د دې فقیر نه ده زده

هغوی به کله هم د ژوند له رازه نه شي خبر
چا ته چې ژبه د بنګړو او د ځنځیر نه ده زده

مینه مې زده ده خو په لاره د منصور او مجنون
په طریقه مې د ملا نه زده ، د پیر نه ده زده

جلال بازار د ګمنامۍ کې هم ګمنام پاتې شو
هر څه یې زده دي خو ناره یې د تشهیر نه ده زده

جلال امرخېل