په بیابان شپه ده

دا به زما د هغو یادښتونو لړۍ وي چې اروپا ته په راغلو افغانانو پورې اړه لري.

پیل به یې د ګلال له کیسې وکړم.

ملګری مې دی ، نن نوی بلجیم ته راغلی ، په یونان کې د خپل یوه بل شینواري ملګري کیسه کوي چې له ترکیې نه یونان ته راوښت، د ترکيې له استانبول ، ایزمیر او ځنې نورو ساحلي ښارونو څخه اکثریت اروپا ته تلونکي وګړي د یونان او ترکيې تر منځ په سمندر کې د یونان جزیرو ته اوړي او بیا له هغې ځایه د یونان پلازمینې اتن ته ځان رسوي ، د ترکيې له یادوو شوو ساحلي ښارونو نه د یونان اړوند جزیرو ته له درې نیولې تر شپږ ساعته پورې په اوبو کې لاره ده ، خو کله کله چې کښتۍ په بحر کې توپاني شي یا له کومې تخنیکي ستونزې سره مخ شي نو بیا مزل لا اوږديږي ، په دې کښتیو کې تر ډیره د مرګ خطر هم وي ، ځکه چې دا کښتۍ ډیرې وړې او د یو څو تنو د سفر لپاره جوړې شوي خو مسافر اړوونکي کاچاکچیان په هغو کښتیو کې چې د لسو تنو ظرفیت لري شل او پنځه ویشت تنه هم کینوي.
ګلال کیسه کوي چې ، له ترکيې نه د یونان جزیرې ته تر رسیدو ډیره لنډه فاصله پاتې وه ، چې کښتۍ تخنیکي ستونزه پیدا کړه او نور یې د حرکت توان نه و ، څه کلیمې او ایاتونه چې راتلل و مو وییل ، که چا ته قران شریف کوم ایات په یادو نه و زده هغوی اذانونه کول خو بیا هم لکه چې د تقدیر لیک به د کښتۍ چپه کیدل ول ، کښتۍ چپه شوه ، هر چا کوښښ کوه چې نور خپله ځان غاړې ته ورسوي ، له موږ سره په کښتۍ کې یوه  کابلۍ کورنۍ هم وه ، یوه ښځه او یو سړی ، یو یې کم عمره زوی او یوه یې پیغله لور ورسره وه ،  دومره پوه شو چې ټول ووتل او دا ځوانه نجلۍ په اوبو کې پاتې شوه ، کله به ډوبه شوه کله به راښکاره شوه ، شینواری ماما چې له عمره یو څه پوخ هم و ، ورپسې یې ورودنګل ، موږ خو هر یو وچې ته له ختو پس په خپل غم شو ، خو وروسته چې شنیواری ماما کیسه کوي نو نیم ساعت یې بیرته ورپسې اوبو ته حرکت کوي ، تر جینۍ ځآن رسوي او نور نه پوهیږي چې بیرته غاړې ته څنګه راوځي ، یو وخت یې پام کیږي چې دواړه د سمندر غاړې ته پراته دي ، جینۍ ساه نه اخلي ، شینواری ماما دومره کوي چې په خیټه یې ورته لږ زور کوي او د جینۍ له خولې اوبه راوځي ، دا عمل دوه درې ځله نور تکراروي، جینۍ په ځان پوهیږي ، راجیګیږي او شا ته په تخته څملي او له دې پس په خپله په خپله خیټه زور کوي او اوبه ګرځوي، شینواري ماما وايي چې جینۍ راته باسواده ښکاره شوه ، په داسې سخت حالت کې هم یو څه باجراته وه، په داسې حال کې چې د دواړو نیمې جامې اوبو کې پاتې دي ، دوي په توره شپه د سمندر غاړې کې نیمه لوڅ پراته وي، جینۍ سمندر ته ګوري ، بیا دې سړي ته ګوري ، په دري ورنه پوښتنه کوي چې مور پلار مې څه شول ، شینواری ماما ورته وايي چې هغوی پاس لاړل ، جینۍ چیغې وهي ، ژاړي فریاد کوي ، شینواری ماما ورته وايي چې نه پاس د خدای تعالی خوا ته نه دي تللي ، پاس غره ته ختلي دي، جینۍ بیرته یو څه ساه اخلي ، دواړه په توره شپه کې په ځنګله کې حرکت کوي ، تر څو ځانونه ابادې ته وباسي ،د شینواري ماما په ځان یوازې پتلون پاتې او بنین نه لري ، یخ هم دی ، شمال او نری نری باران هم وریږي ، د جینۍ جامې هم نیمې جوړې نیمې شکیدلې ..... له درې څلور ساعته مزل وروسته نږدې ابادې ته وځي او داسې ځای ته وځي چې دوه لارې ګرځیدلې دي ، یوه لاره کیڼ لاس ته بله ښي لاس ته ، دا داسې جزیره ده چې یوې خوا ته بلغاریه واک لري بلې خوا ته یونان ، شینواری ماما وايي چې زموږ د دواړو د سرنوشت خبره وه ، له جینۍ مې پوښتنه وکړه چې په کومه لاره لاړ شو ، جینۍ ویل چې په ښي لاس به توکل وکړو ، خو ما ته مې د نیکه خبره رایاده شوه چې ویل یې د ښځې عقل کم وي چې ویل یې په ښي لاس ځه نو په کیڼ ځه ... په کیڼ لاس مې پښې راواچولې ، که خدای کول چې د یونان په پولیسو مخ شو ، یوې وړې کوټې ته یې دننه کړو ، تر دې دمه هم زما پام نه و چې زما  ټي شرټ په اوبو کې پاتې شوی دی او تر دې دمه مې جینۍ ته هم پام نه و چې نیمایې جامې یې په تن شکیدلې دي ، پولیسو د ځان پټولو لپاره یو شی راکړ ، دومره و چې مقصد مو ځان ورباندې پټ شو ، انګارۍ یې راته ولګوله ، چې لږ ګرم شو نو یې موټر راپسې راوست ، موږ له خدایه خپل خیر وغوښت ، په ژبه هم نه ورسره پوهیدو، یو څه موده پس یې هغه لوی کمپ ته بوتلو چې تر موږ مخکې را اوړیدلي مهاجر په کې پراته ول.
شینواری ماما چې کله کیمپ ته رارسیږي ټول هلکان له خوشالۍ نه چیغې وهي چې ځوان بوډا جینۍ له مرګه وژغورله ، د جینۍ مور او پلار راځي په دواړه مخه یې ښکلوي ، پلار یې خپل د غاړې کوټ ورته وباسي چې یخ یې شوی دی ، ورته ژاړي ، مور یې مخکې له دې چې لور ښکل کړي ،دی ښکلوي ، هلکان هم څوک ورته بسکټ رااخلي څوک ورته کمبلې او داسې یې په اوږو جیګوي لکه څوک چې د خپل هیواد د ملي ټيم لوبغاړي له سترې بریا پس وطن ته په ستنیدو پر اوږو جیګوي.
په داسې وخت کې چې شینواري ماما لا تر اوسه هم په خپلو حواسو پوره قابو نه وي حاصل کړی ، یو کم عمره غوندې هلکی ورته وايي چې ماما ښې مزې خو به دې هم کړې وي ............
په سبا د جینۍ پلار راځي ،ورته وايي چې موږ خو لور په مرګ حساب کړې وه ، تا ژوند ورکړ ، که څه هم چې ستا د عمر په نیمايي عمر به یې هم نه وي خو موږ یې ستا په اختیار کې درکوو ، که یې په نکاح کوې زه یې دربخښم ، شینواری ماما ورته وايي چې زه له یوې نه راتښتیدلی یم ته بله راته راکوې ، او بله یې دا چې دا زما د لور یا د خور پر ځای ده ، ما هر څه د خدای او انسانیت لپاره کړي ، پلار یې ځي ، لږه شیبه پس  جینۍ راځي شینواري ماته په سینه سر ږدي ورته ژاړي چې وروره زه خو تر اوسه په خپل حال نه یم راغلې خو دومره پوهیږم چې تا ما ته نوی ژوند راکړ، ما د مرګ فرښتې په خپلو سترګو په سپینو جامو کې ولیدې چې هغوی یوې خوا ته کشولم او تا بلې خوا ته ....