غزل
تا ته په خندا غزل
ما ته په ژړا غزل
جوړ شي ترې اعلی غزل
لیکم چې په تا غزل
ژوند ته لکه ساه غزل
رنځ ته مې دوا غزل
اوه کرښې ځواب غواړم
شابه راته را غزل
زه یم لکه ستا سلګۍ
ته لکه زما غزل
شپه شوه پر څنګل رڼه
لیکم به سبا غزل
وې ویل چې رسوا به شو
نشر نه کړې دا غزل
ما نه مروره ده
ما سره پخلا غزل
بیا مې جوړ بایللی زړه
وایمه چې بیا غزل
ستا د بنګړو شرنګ ټپه
ستا د زړه درزا غزل
لګي لکه ستا باڼه
زړه باندې رسا غزل
چوپ شوم ، ته ګیله کوه
وایه ، بسم الله ، غزل
څوک چې تنقید نه مني
نه منو د چا غزل
ما وې د زړه درد مې دی
خلکو وې واه واه ، غزل
جلال امرخېل
25.11.2011
- جلال امرخېل
غزلزه ځنګیدم ته ځنګیدې ، بیګا ناوخته پورې چې مو خبرې اوږدېدې ، بیګا ناوخته پورې لکه د تبې مې رګونو کې خوره وره وې زما له ځان نه ، نه شکیدې بېګا ناوخته پورېبیا به د چا پر ک...
03.12.2011
- جلال امرخېل
ګرانې منې مې که نه ؟ څنګه مې زړه درنه راټول کړ لکه تا به چېزما له کټه خپل ټوټې ټوټې بنګړي ټولوليوه ټوټه مې هم در پرېنښودله روح ، روان او حافظې نه مې هم وويستلې اوس چې قدم په قدم ږدم نو ستا نامه نه اخلماوس مې چې ساه کله بنديږي ستا د ياد پر ځای پاس د اسمان پر لورې سترګې نيسم اوس د کتاب پر پاڼه ستا د مخ تصوير نه وينم اوس د خپل ژوند په هدف پوه شوم ،اوس مې درس وايم چې مې مبايل ته د چا زنګ راځي ځان سر...