غزل
زه ځنګیدم ته ځنګیدې ، بیګا ناوخته پورې 
چې مو خبرې اوږدېدې ، بیګا ناوخته پورې 
 لکه د تبې مې رګونو کې خوره وره وې 
زما له ځان نه ، نه شکیدې بېګا ناوخته پورې
بیا به د چا پر کور د سرو لمبو باران شوی وي؟
بیا الوتکې ګرځیدې ، بیګا ناوخته پورې
ته په خپل ځان چې پوهیدې ، رڼا حالونه ویل 
ته په خپل ځان نه پوهیدې ، بیګا ناوخته پورې
زما د ساه په ترنم کې ستا نامه راتلله 
زما په زړه کې درځیدې ، بیګا ناوخته پورې
د لاس بنګړي دې په دسمال باندې تړلي نه و
د ښار کوڅې چې شرنګیدې بیګا ناوخته پورې
جلاله سر دې و د چا د یاد نشې نیولی ؟
چې جیګیدې ، راغورځېدې ، بیګا ناوخته پورې
جلال امرخېل