سپینه پاڼه
هر څوک له خپل فکر او فن سره
د ژوندانه پر لارو تګ کوي
دا ، لکه سپینه پاڼه
... چې د چا لاس ته ورشي
څوک ترې کښتۍ جوړوي
څوک پرې نقشه د خپل وطن د ابادۍ جوړوي
څوک ورنه ټانګ او طیاره جوړوي
انسانیت له ترې لامل د بربادۍ جوړوي
څوک پرې تعویذ ولیکي
د دوه و زړونو د جوړښت لپاره
څوک په کې حال د خپل زړګي ولیکي
او بیا یې چا ته د مکتب پر لاره وغورځوي
څوک په کې خلکو ته حکمونه لیکي
څوک واسطې، سفارشونه لیکي
او څوک پرې خپلو پاچاهیو لره
مملکتونو ته حدود ټاکي
خو چې زما لاس ته
کله ناکله سپینه پاڼه راشي
زه پرې جانانه ستا تصویر رسموم
زه پرې غزلې لیکم
جلال امرخېل