غزل

بیا مې رپیږي نن باڼه ،وایم چې ته به راځې
ځان سره مسک شم ، ځان ته ووایم چې ته به راځې

چې مې په زړه راشي تیاره ، وایم چې ته به راځې
سترګې کړم پاس په اسمانه ، وایم چې ته به راځې

خلک لګیا دې خپل حالت بدلوي خپله ، عیسی!!
زه ناست یم سر په زنګانه ، وایم چې ته به راځې

هر ماښامی لمرپریوتل، راته ستا تګ یادوي
هر سبايي په لمرخاته ،وایم چې ته به راځې

په بامبوټۍ مې د کارغانو اوازونه وشي*
لارې ته وشیندمه زړه ،وایم چې ته به راځې

مرورتیا شوه په دې تمه تر کلونو اوږده
ته وایې ته به راځې زه ،وایم چې ته به راځې

ما ته چې څومره دروغ راتلل ورته مې ټول وویل
جلاله نور به زړه ته څه وایم چې ته به راځې؟

جلال امرخېل