د جلال په يوه نوي غزل کې انګېرنې او رښتينې ښکلاوې.

د جلال په شاعرۍ کې ما ډېر څه وليدل او ولوستل، خو دې تر هر څه مې چې ډېر وليدل هغه د انګېرنو شتون و، دده ددې غزل په لومړي او پنځم بيت کې ډېرې ښې انګېرې شته، چې دى انګېرنې په شعر کې ډېرې ښې را...نغاړي، خو نه پوهېږم، چې په شعر کې د انګېرنې ځايولو ته کوم ادبي صنعت وايي،کېداى شي دې په دې برخه کافي مطالعه او توان ولري،چې پخپل شعر کې انګېرونو ته ځاى ورکړي او د شعر جامه ورملبسه کړي.

په کوچنيوالي کې مې اورېدلي وو، چې سترګې( باڼه) مې رپېږي، الله دې خير پېښ کړي چې څه به کېږي؟

داسې مې هم اورېدلي وو، چې يو چا به ويل چې سترګې مې بار نيولى، نو مقابل لورته به چې هر څوک و، هغه به ويل چې ما په ښه نيولى.

په دې اړه راته يوه سندره هم راياده شوه، چې:

سترګې رپېږي زما، جوړې جانان به راځي

ځکه خوشاله يې چې پر ما ګران به راځي

همدا انګېرنه جلال په خپل دغه بيت کې داسې بيان کړې ده :

بیا مې رپیږي نن باڼه ،وایم چې ته به راځې

ځان سره مسک شم ، ځان ته ووایم چې ته به راځې

دغه بيت هم ډېره عجيبه مانا لري، جلال وايي،چې کله مې په زړه تياره راشي، وايم، چې ته راځې،نو خپلې سترګې د اسمان په لور ونيسم :

چې مې په زړه راشي تیاره ، وایم چې ته به راځې

سترګې کړم پاس په اسمانه ، وایم چې ته به راځې

د ده په زياتره غزلو کې د غزل د دويم بيت لومړى نيم بيتى هم د مطلع په څېر قافيه او رديف لري، يانې د قافيې او رديف له قيده خلاص نه وي.

د جلال په غزل کې مې يوه نوې خبر ولوسته، فکر کوم، نورو ګڼو شاعرانو به هم دغه خبره کړې وي، يا به يې همدې موضوع ته له بلې زاويي اشاره کړې وي، دې په په يوه بيت کې عيسى ع ته وايي، چې نور خلک د ځان په جوړولو او بدلولو لګيا دي، خو زه (موږ) په دې تمه يو چې ته به راځې:

خلک لګیا دې خپل حالت بدلوي خپله ، عیسی!!

زه ناست یم سر په زنګانه ، وایم چې ته به راځې

طبعاً ، کله چې موږ د ديدن نوم اورو نو سمدلاسه مو مازديګر يا ماښام مهال سترګو ته دريږي، چې په دغه وخت د ليدو کتو يوه مناسبه موقع وي، که فکر وکړو نو په ولسي ادب کې د ديدن ښه ځاى ګودر او د اوبو راوړلو ځايونه دي،چې دوه مينان( عاشق او معشوقه ) سره يو بل وينې ، خو د دواړو د بېلتون کرښه هم همدا ځاى وي، که يو له بله رخصتي اخلي خو همدلته ورته وايي ،چې زه نوره د بل شوم، يا هلک ورته وايي، نوره ما هېر کړه يا زه سبا بل ځاى د مزدورۍ پسې روان يم او داسې نورې ډېرې خبرې

نو جلال هم د مقابلې لورې خبره په خپله کوي او وايي،چې هر ماښام چې کله لمر پرېوځي ستا هغه خاطرې راته را يادېږي، خو هر سهار د لمر د راختو په وخت کې بيا داسې انګېرم چې ته به راځې، ستا په انتظار يم:

هر ماښامی لمرپریوتل، راته ستا تګ یادوي

هر سبايي په لمرخاته ،وایم چې ته به راځې

دا يوه بله انګېرنه، د ماشومتوب خبره راياده شوله،زه کوچنې وم، موږ يو وخت په کوزه پښتونخوا کې اوسېدلو هلته کارغان ډېر زيات دى، هلته مې له يوې زړې ښځې نه اوريدلي وو، چې کله هم کارغه آواز و کړي ( قاغ ،قاغ ) نو په دې وخت کې بايد وويل شي ،چې ( خدايه د ښو زېرى وکړې) ويل به يې چې همدا جمله په بار بار تکراروئ، هغې دا خبره په دې دليل کوله، چې د کارغه اواز هم نېک زېرى راوړلى شي او هم بد ، نو ځکه بايد تاسو دا جمله تر ډېره وايئ.

نو جلال هم همدا خبره راته په شعر کې کوي، ښايي دې هم همداسې څه اورېدلي وي، دى هم د کارغه د اواز په اورېدلو سره دې په بامبوټۍ ناست کارغه ته خوشالېږي ، زېرې د کارغه په خوله ورته رسېږي او بې واره د خپل ( جانان ) د راتګ لارې ته راوځي ( يانې استقبال يې کوي):

 

په بامبوټۍ مې د کارغانو اوازونه وشي*

لارې ته وشیندمه زړه ،وایم چې ته به راځې

د جلال په شاعرۍ کې د هر چا د زړه اواز ليدل کېږي، ادب پوهان وايي ښه شعر هغه دى ،چې د هر چاخوښ شي او د هر چا لپاره وي نو د جلال شاعري خو بيا په دې تول برابره ده.

مينه کې جنګ ، شور، خفګان او نور........ ډېر زيات مسائل پېښېږي، چې کله کله يوله بل نه په نه خبره خفه کېږي، خو بېرته دپخلاينې لپاره هم مختلفې پلمې او لارې ګوري،چې څنګه سره پخلا شي، اما د جلال خبره چې کله کله دا مرورتيا د کلونو تر مودو ورسېږي ، دواړه ( مينان )يو بل ته په تمه وي چې څوک به د خفګان دغه پڅه پوله وړنګوي؟ دى يې په ډېر ښه انداز سره وايي:

مرورتیا شوه په دې تمه تر کلونو اوږده

ته وایې ته به راځې زه ،وایم چې ته به راځې

د جلال په دې غزل کې مې همدومره يو څه وليدل او ولوستل هيله ده ، که څه رانه پاتې وي، نو لوستونکي دې راته بخښنه وکړي.
بختیار تلاش