ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید



د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ غونډې لنډ رپورټ

ماښام خټک زیاته کړه د هر شي خپل چوکاټ وي ـ د نظم او قطعې دپاره مقطع لازمي نه ده خو د غزل خپل روایت او اصول دي چې د هغې ترمخه د غزل دپاره مقطع لازمي ده ـ او د مقطع نه بغېر غزل نیمګړی وي ـ 

04.12.2011 ظفرساپی کریمي

شګفته ملک سره مرکه

شګفته ملك سره مركه. مركه امجد شهزاد شګفته ملك د عوامي نېشنل ګوند د ښځينه څانګې يوه فعاله غړې ده. د چارسدې په يوه سياسي كورنۍ كې زوكړې، په سياسي علومو كې يې ماسټري اخيستې، د سياست ترڅنګ شعر هم وايي. په لومړي ځل د پښتونخوا ايالتي اسمبلۍ د غړې په توګه ټاكل شوې. . سياست ته څنګه راغلئ؟ زه په يوه سياسي كورنۍ كې زېږېدلې يم، پلار مې د خدايي خدمتګار تنظيم يو فعال غړى و، ښايي همدا لامل و، چې ما هم سياست غوره كړ. د عوامي نېشنل ګوند په نسبت د نورو سياسي ګوندونو

31.08.2010 ظفرساپی کریمي

سعید ګوهر وفات شو

    په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د پښتو او اردو ژبو ستر شاعر،محقق او کره کتونکی ښاغلی سعید ګوهر  وفات شو ی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ګوهر په مړینه د غمرازۍ څرګندونه کوي ، د هغه مړینه د پښتو ادب دپاره زیان بولي او لوی خدایې څخه مرحوم ته فردوس جنت او دهغه ورنو

21.08.2010 ظفرساپی کریمي

د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه

  د جرس ادبی جرګې د کره کتنې غونډه   د جرس ادبي جرګې کراچۍ میاشتنۍ تنقیدي غونډه ملنګ شاه هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ صدر کې د ښاغلي نورالاسلام سنګر په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ننګیال یوسفزي ترسره کولې ـ غونډې ته ړومبې ننګیال یوسفزي د تېرې غونډې روداد واورلو ،د رودار روسته ننګیال یوسفزي خپل نظم ،،نو

01.08.2010 ظفرساپی کریمي

د حبیب الله همدرد والد صېب وفات شو

کراچۍ ښار کې مېشت د ښه شاعرانو هر یو حبیب الله همدرد او عزیزالله غالب والد محترم د ورپېښې ناروغۍ لکبله په حق رسیدلی دی ـ کراچې بلاګ چلونکی اداره د کراچۍ ښار د دواړو  شاعرانو سره ځان په دغه درانه غم شریک ګڼي ، روح یې او فردوس جنت یې  په برخه شه ـ  

04.07.2010 ظفرساپی کریمي

بې عنوانه

نېټه: 27.06.2010 11:04 لیکوال: غوریاخیل مجاهد

29.06.2010 ظفرساپی کریمي

د قېصر اپريدي د شاعرۍ مجموعه له چاپه راوتله

د قېصر د بې حسۍ تپوس پکار دی دا د ناستې سړی نه دی مګر ناست دی د نامتو نقاد او وتلي شاعر ښاغلي قېصر اپريدي د شاعرۍ مجموعه ،،سل نومونه د عشق نور دي،، د چاپه راوتله ـ دا شعري مجموعه په کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې لخوا خپره شوې ده ـ په مجموعه کې د قېصر اپريدي شعرونه او غزلونه شتون لري ـ 

25.06.2010 ظفرساپی کریمي

د رحمان بونيري غزل

            غزل    په محبت کښې دې لاهو نه شومه چغه جلي نه شومه هو نه شومه

25.06.2010 ظفرساپی کریمي

د حیران مومند څوشعرونه

خطا خطا کې مې رسا وژنیما په پردو لاسو اشنا وژنی رڼا پرست خو تنګ نظری نه دیچې اودۀ کېږی نو رڼا وژنی پرون د خپلې حجرې خان وژلمنن مې د خپل جمات ملا وژنی د پختونخوا مینه غږونه کویحېران مومنده خلق ما وژنی

08.05.2010 ظفرساپی کریمي

پښتونخوا،هزاره او پنجابی

                              پښتونخوا، هزاره او پنجابے                               &

16.04.2010 ظفرساپی کریمي

خېبر پښتونخوا په سینټ کې

د هزارې د خلقود قهرجنو مظاهرو روسته د پاکستان مسلیم لیګ ن ډله نن خپل اهم اجلاس کوي او شاید په نني اجلاس کې د خېبر پښتونخوا نوم دپاره د هزاره پښتونخوا نوم باندې متفق شي ـ که داسې وشي نو اتلسم ترمیم نه خو د خېبر پښتونخوا کیسه کیدی شي هلته په سینټ کې ځوړنده پاتې شي ـ که تاسو ته یاده وي د ایم ایم ای حسبه بل هم لا په سېنټ کې بانډه دی ـ دلته دا خبره هم د یادونې ده چې لسګونه کلونه مخکې خلقو پښتونستان غوښته،بیا یې افغانیه،پښتونخوا کړه ـ د س

13.04.2010 ظفرساپی کریمي

د مصویر قریشي کالم

ترهه ګر پښتانۀ کۀ پنجابيان؟؟ مصور قريشى دا خبره لکه خو لکه د نمر روښا

30.03.2010 ظفرساپی کریمي

د ظفرکریمي یو شعر او یو غزل

                         یوشعر اویاحــــــــــــورې مُلا تاته مبارک شه

03.03.2010 ظفرساپی کریمي

"شعور" د ظفرکریمي لنډه کیسه

                                                                                                                            &nb

10.02.2010 ظفرساپی کریمي

اسرارالافغان (اخري برخه)

همدا ډول په بېلو بېلو روایتونو کې بي بي رقیه چې د شیخ قاسم خور ده ،بي بي بسی ،بي بي نېکبخته د شیخ قاسم مور ،بي بي توتیا چې د شیخ قاسم مېرمن ده ،بي بي حاکمه ،بي بي مرجانه ،بي بي هاجره،بي بي خدیجه او داسې نور نومونه راغلي ،چې ما د بېلګې په ډول دا نومونه راواخیستل په اسارالافغان

09.02.2010 ظفرساپی کریمي

د ظفرکریمي په لنډه کیسه کره کتنه

د جرس ادبي جرګې د کره کتنې غونډه د فرورۍ په اوومه نېټه  کاکو هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ کې د ښاغلي ریاض ساحل په مشرۍ کې ترسره شوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کولې ـ د ایجنډې تر مخه غونډې ته لمړې ظفرکریمي د تېرې غونډې روداد واورولو،د غونډې په دویمه برخه کې ظفرکریمي خپله لنډه کیسه ،،شعور،، کره کتنې ته وړاندې کړه ـ په کیسه د تنقید شورو ریاض تسنیم وکړه او وې ویل چې دې کیسه کې غټه خامي داده چې کیسه پکې نیمګړې پریښودل شوې ده ـ امان اپریدي وویل چې کیسه

07.02.2010 ظفرساپی کریمي

د ارواښاد اجمل خټک په وفات د جرس ادبي جرګې د فاتحې پیغام

  د پښتو شاعرۍ ،ادب او سیاست ستر لوبغاړي په وفات جرس ادبي جرګه کراچۍ د ژور خفګان څرګندونه کوي او د لوي خدایې نه ورته  فردوس جنت کې ځایې غواړي ـ     

07.02.2010 ظفرساپی کریمي

د اتفاق پښتو ادبي جرګې د سلورجوبلي په مناسبت کراچۍ ښار کې لویه مشاعره جوړیږي

د اتفاق پښتو ادبی جرګي سنده د سوری لاندې لويه مشاعرهد جنورۍ پۀ يوديرشمه [٣١] نيټه کال ٢٠١٠ د اتوار پۀ ورځ ماسپښين دوه[٢] بجي پۀ مين مټروول کښې د شبير هسپتال پۀ خوا کښې پۀ خيبر لان کښې دا لويه مشاعره کولي شی٠ پۀ دې مشاعره کښې به دپښتونخوا نه نامتو شاعران محترم اکمل ليونې اؤ حسين احمد صادق پۀ خصوصی توګه شرکت کوی٠د کراچۍ ټولو شاعرانو اؤ ادب ذوقه ملګرو ته د شرکت دعوت دې٠ ايجنډا= اوله برخه;; پۀ دې برخه کښې به مقاله اؤ د جرګي پۀ حقله د ملګرو تاثرات وړاندې کولي شی٠ د دې نشست

25.01.2010 ظفرساپی کریمي

د اروښاد رضاخان ناتار اؤ سيد رحمان عرفان پۀ ياد کښي د مشاعري روداد

 د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده د سوری لاندي د اروښا د رضا خان ناتار اؤ سيد رحمان عرفان پۀ ياد کښي يوه لويه مشاعره اوشوه٠ دا مشاعره د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ پۀ دفتر بنارس کراچۍ کښي د ډاکټر رحيم غريب مل پۀ صدارت کښي د اتوار پۀ ورځ پۀ لسمه جنورۍ کال ٢٠١٠ کښي وشوه٠ دنظامت چاري حسرت بونيری ترسره کړي٠ د پروګرام باقاعده پيل د تلاوت کلام پاک نه وزير نګار اوکړو٠پۀ اوله برخه کښي د رضا خان ناتار اؤ سيدرحمان عرفان پخقله ملګرو خپل تاثرات وړاندي کړل او پۀ دويمه برخه ازاده مشاعره وشوه ٠پۀ مشاعره

21.01.2010 ظفرساپی کریمي

ملاکا اؤ رنګون کښي پښتون

 ملاکا اؤ رنګون کښي پښتون ليک الطاف شيخ ژباړه حسرت بونيری د ملائيشيا د ښار ملاکا پۀ ميرلن هوټل کښي مونږ څه پاکستانيان اؤ د دويمي ايشيا ملکونو جهازچلونکی ناست ؤهلته ديو ډرائيونګ اسکول مالک زمونږ ملاؤ شو ٠هغه ملئ [ دملائيشيا ژبه] اؤ ماته ګوډا انګريزیۍ کښي خبري کولي ٠ هغه وئيل چي زۀ پښتون يم زما نيکه د انګريزانو پۀ دور کښي پۀ ١٩١٠ کښي دلته راغلي ؤ اؤ د يوي ملئ ښځي سره ئ واده کړي ؤاؤ بيا د

21.01.2010 ظفرساپی کریمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more