شعور

د ډوبیدونکي لمر زیړو وړانګو د ښار د ودانیو سیوري یوه په دوه کړي وو،هغه ددې سیورو په پلو کې د اورګاډي د سټیشن په لور چټک چټک قدمونه پورته کول ـ سټېشن ته د رسیدو سره سم هغه هغې ډیجیټل بورډ ته وکتل ،په کوم چې د اورګاډو د تلو راتلو وختونه لیکل شوي وي ـ بورډ ته د کتلو روسته هغه بېرته ستون شو،شاید د هغه اورګاډی څو ساعته ناوخته و،خو هغه په دې خبره څه احتجاج لا څه چې په وچولي ګونجه قدرې هم کېنښوده ـ هغه د خپل چپ لاس د ګتو په ږمنځ خپل بې ترتیبه شوي ویښتان سم کړه ،کوم چې د ښار مازیګرنۍ مالګینې هوا بې ترتیبه کړي ووـ

هغه نزدې عمومي سرک نه هاغه خوا د تېریدو په نیت د سرک هغه طرف ته په غور سره وکتل د کوم طرف نه چې ټول ګاډي په یوه مخه په منډه ووـ هغه ددې ارت سرک نېمې ته لا نه و رسیدلی چې د موټر د بریک ویرونکی څیوار یې تر غوږو شوـ هغه غوښتل چې منډه وکړي خو کتل یې چې لېرې او نزدې خلق دده په لور نه،بلکې دهغې سړی او ښځې په لور ورګوري چا ته چې د سپېنې کرولا ډریور د شیشې نه آپله شونډې رپولې او په دې توګه یې خپله غصه څرګندوله ـ هغه هم دا هر څه کتل او د ځان سره یې ویل " بلا وه برکت یې نه و"

بس دومره وخت نه و،بیا هغه د سرک یوې غاړې او هغه ښځه او سړی د سرک بلې غاړې ته اوښتي ووـ هغه د فټ پات د ټوپې نه سړي او ښځې ته په ځېر ځېر وکتل او بیا لږ حېران هم شو،چې سړي اوښځې په دې عمل هیڅ عکس العمل یا یو بل ته د مشورې یا نصیحت دپاره نزدې هم نه شو ،بس دواړه د سټېشن په لور سم دم روان وو،سم دم ـ سړی د ښځې نه څوګامه مخکې او ښځه په شټل کاک برقعه کې څو ګامه روسته ـ

هغه اوس دغه ننداره پریښوده او نزدې هغه بازارګي پله لاړو چېرته چې زاړه ،مستعمل او زیړ زیړ کتابونه د ریړیو دپاسه د خرڅلاو په خاطر پراته وو ـ یوه نېمه ښځه یا سړی ولاړ وو چې د کتابونو پاڼې یې اړولې را اړولې ـ هغه هم د کتابونو پاڼې اړول راړول شورو کړل ـ دا دهغه عادت و چې کله به یې هم رخصتي وه ،همدې بازار ته به راتلو،او نن چې اورګاډی څو ساعته ناوخته و،نو هغه شاید د ټول وخت د تېرولو دپاره د همدې بازار انتخاب کړی وـ

هغه به د خپل عادت له مخې اول د کتاب د لیکوال نامه کتله ،بیا به یې د کتاب نوم،مالومه نه ده چې ولې ؟ او س هغه دوه درې کتابونه څنګ کې نیولي و،خو سترګې یې لا هم په نورو زیړ رنګوکتابونو ښخې کړې وې او دیوې نه بلې ریړۍ ته تلوـ

کتاب پلورونکي هم عجیبه وو،ښه پوره ساعت به دې ورله کتابونه لټ په لټ کړل او چې یو کتاب به دې هم وانه خیست،دهغوۍ د لوري هیڅ اعتراض بیخي نه وـ ښه شېبه روسته هغه د یو بل شلیدلي کتاب پر سر د دوکاندار سره شاید د نرخ په معامله تکرار شورو کړې وـ د زوړ کتاب به بیا رغول شوي ټایټل یوازې د لیکونکي نوم لیک وـ

د څو نورو کتابونو اخیستو روسته هغه خپل موبایل له جېبه راوخیست،وخت یې وکتو او د پاتې شوو ریړو په طرف ور روان شو،خواوس هغه دومره جدي نه و،په پاتې کتابونو یې سرسري شان نظر واچوو او بېرته د سټېشن په لور ستون شوـ

هغه چې کله په عمومي سرک بېرته د سټېشن په لور پورې واته نو یوه شېبه یې د کرولا موټر د بریک د اواز فلم د دماغو په پرده وچلیدو،هغه د سرک هغې خوا ته وکتل د کومې خوا نه چې ټول ګاډي په یوه مخه روان ووـ هغه په یو څه محتاط انداز د سرک نه پورې وته ـ اورګاډي کې د کیښناستو سمدست روسته هغه کتاب پرانیست ـ هغه ډېر خوشاله و،شاید هغه یو نایاب کتاب موندلی و او یا ورته يوښه کتاب په ارزانه بیه لاس ته ورغلی وـ هغه بار بار د لیکوال نوم ته کتل ـــــ نجیب محفوظ ــــــ هغه د ځانه سره څو څو کرت تکرار کړه -

دا هم دهغه عادت و چې هر کتاب به یې د اول مخ نه شورو  کاوه ـ مثلا دا کتاب چا او کله چاپ کړی دی ،دا یې څوم ایډیشن دی وغیره وغیره

د ناول دیباچه یې لا نېمې ته نه وه رسولې چې په مخامخ سیټ ورته یوه سړی او یوه ښځه کیښناستل ،هغه سترګې ورپورته کړې او بېرته د ناول لوستو کې ډوب شوـ

ډېر دلچسپ ناول و،بیخي دهغه د ذوق مطابق ــ هغه ددې کتاب نه همدا تمه کول ـ د اورګاډي ځانګړي اواز دده توجه بیخي نشوه ماتولې ـ د ماښام د ډوډۍ دپاره اورګاډی په یو سټېشن ودرید،هغه هم کتاب بند کړه،سترګې یې څو څو ځله کلکې کلکې پټې او وغړولې ،لکه د سترګو نه چې د خوب د تښتولو هڅه کوي ـ په مخامخ سیټ برقعه کې ناستې ښځې یې سرسري نظر واچوه او بیا ښکته کوز شوـ د اورګاډي د روانیدو لږمخکې هغه په خپل سیټ ناست او د ناول په کتو مشغول وـ اوس هغه څو څو ځل سر راوچت کړو او مخامخ ښځه باندې یې د نظراچولو روسته بېرته د کتاب په کتو کې مشغول شو ـ

هغه کتاب ته کتل خو توجه یې ماته شوی  شان وه ،هغه فکر کاوه چې د مخامخ سیټ ښځه د خپلې برقعې په جال کې دهغه په لور مسلسله ګوري ـ

دا هغه ښځه خو نه ده چې د کرولا والا پرې بریک نیولی و؟؟"”

"داسې نه ده دا زما خپل وهم دی ،د شټل کاک برقعې له جاله چا ته د کتو یا نه کتو اندازه څوک څنګه لګولی شي"

هغه په دې ډول سوچونوپه ځان پسې وخندل ،دا هم دهغه عادت و چې د یو کار په اړه به یې تل د ځان او عمل تنقیدي جایزه اخیسته ،د ځان نه به یې پوښتنې کولې او ځان له به یې ځوابونه ورکول ـ

هغه ځان سره وویل "مړه هسې چرتونو په مخه کړی یم "

هغه ته مالومه وه چې هغه دومره نامي ښایسته هلک هم نه دی،البته یو تکړه زلمی ضرور دی ـ هغه ډېرې داسې جینکۍ لیدلی دي چې له سترګو به یې شهوت څڅیده،هغه به همدې ښار کې د لوڅو مړوندونو،تنګوپرتګونو،په سپینو او نرو جامو کې د سمندر په اوبو کې لمبیدونکی ډېرې داسې جېنکۍ لیدلې وې ،د چا دعوتي شونډو به چې سړی فورا خیالي جنت ته رسولو،خو مالومه نه ده چې دغو پېغلو هغه ته تر اوسه خوږه مسکا قدرې هم نه وه کړې ـ هغه په دې  فکر ځانله دلاسه ورکړه او بیا یې د ناول په مطالعه کې د ځان د ډوبولو پوره پوره هڅه وکړه،خو اوس د هغه په فکر بلا لګیدلې وه ـ هغه بیا هغې ښځې پله وکتل ـ د ښځې په څنګ کې د پاخه عمر سړي اوس سیټ ته تکیه لګولې وه او په بې غمه خوب اوده و ـ د نورو سیټونو خلقو هم کاږه واږه ورمیږونه پخپلو خپلو سیټونو اچولي وو،ټول تقریبا اوده ووـ د ګاړي دننه رڼا هم تته شان وه،خو د برقعې والا ښځه بیداره وه ـ

هغه اوس په دې لږ زیات مطمین شو چې ښځه رښتیا دده په ذات کې دلچسپي لري او دهغه پله ګوري ـ خو اوس هغه ته بیا یوه بله خبره وریاده شوه او هغه دا چې یوې جینۍ ورته ویلي وچې که خپل اوږده بریتونه واړه کړې او د خپلې اوږدې پوزې یو څه سرجري وکړي نو هغه ورسره واده ته هم تیاره ده ـ اوږده بریتونه دهغه پخپله هم خوښ نه ووخو چونکې هغه د وسله وال فوځ یو سرتیری و او هره میاشت  پنځه سوه روپۍ د همدې اوږدو بریتو په برکت زیاتې اخیستې ، بل دا چې هغه ته د خپل کور اقتصادي حالت هم مالوم واو د پنځه سوه روپو زور هم ـ لنډا دا چې هغه منلې وه چې هغه جالبه څېره نه لري او ددې یو لامل دهغه اوږده بریتونه او اوږده پوزه ده ـ

هغه بیا کتاب ته سر ښکته کړو ،لږه شېبه روسته یې بیا د ښځې په لور وکتل ـ ښځې دا ځل څنګ کې ناست د پاخه عمر اوده سړي ته وکتل ،لږ   و خوزیده او بیا یې خپله برقعه د یوې شېبې دپاره په قلاره پورته کړه ـ

هغه ددو سیکنډو په دې تماشه کې ډېر څه ولیدل ـ د برقعې دننه یوه ښایسته پېغله ، چې ددې نه مخکې هغه فقط ښځه ښکاریده ـ د پېغلې مخ،شونډې،سترګې،زنه او د زنې لاندې یوه لویشت ښکته د نامه په لور یوه ښایسته او د رنګونو ډکه نړۍ ـ

هغه لکه چې سکته کې وي ـ هغه ته ددې برقعې دننه د جذبو یو خاموش څلې په نظر راغلو ـ د هغه د زړه درزا د اورګاډي د ځانګړي اواز سره بدرګه کیده ـ هغه په ناول ،افسانو اوفلمونو کې داسې ډېر ډېر منظرونه لیدلي وو خو نن هغه په عملي شکل د شالولکۍ په څېر د ګل بوټي نه ګېرچاپیره الوته رالوته  ـ هغه ډېر له نزدې نه په تته رڼا کې د ګل پاڼو،غندلو،غوټو او ګلونو حقیقي ننداره کوله ـ دهغه په غوږونو کې یو دم د یو افسانوي کریکټر یا کوم فلمي ډايیلاګ دا انګازې شورو شوې ـ

"زه یو داسې زلمي ته په سره ډولۍ کې تلل غواړم،کوم چې شاعر....وي     شاعر.........زما شاعر پکار دی..... کوم چې زما په مینه کې د سر نه تر پښو پورې مینه مینه شي......... د چا شاعري چې فقط زه.......... او د شاعرۍ موضوع زما کړه وړه وي - او زه.......... زه ددې شاعرې مېنې په بدل کې هغه ته هغه نسوانیت ډالۍ کړم کوم چې یوې ښځې..... هم تر اوسه یو نارینه ته نه دی ورکړی.......

هغه خپله ژبه په خپلو شونډو تېره کړه ،خپل زګه شوي او نیغ شوي ویښتان یې د ګتو په ږمنځ یو لور ته کړل او په دې اړه یې فکر شورو کړو چې ددې ساده باده پېغلې په سینه کې به کوم کوم خیالونه او جذبې ډډه په ډډه اوړي ـ

د پوخ عمر سړي ډډه بدله کړه ـ جینۍ زر تکیه ولګوله ،لکه ډبه ډوبه چې اوده وي ـ دهغه زړه ډېر ناقلاره و،هغه غوښتل چې جېنۍ دده په وړاندې یو ځل بیا دغه ادا تکرار کړي ـ

څه وخت روسته جینۍ د فلم هغه سین بیا تکرار کړه او هغه په خندني انداز خپلې شونډې وچیچلې او په دې توګه یې یو قسم د جینۍ مننه وکړه ـ

اوس هغه د تخیل د نړۍ نه راووت او د پلان په بحرالکاهل کې غوپه شو ـ

"دا جینۍ به ددې پوخ عمر د سړي څه وي ؟"

"ددې سره به څنګه خبرې وکړی شي ؟"

"ددې نوم به څه وي؟"

"دکومې سېمې به وي؟"

"دا به یې څنګه خپله شي؟"

د جینۍ سوچ هم شاید ده ته ورته و،هغې هم شاید په خپل رخسار د تودې بوسې دپاره همدغه هلک منتخب کړی وـ

"جینۍ مې چېرته لیدلې ده" هغه د ځان نه پوښتنه وکړه

ه " هغه ځانله ځواب ورکړهن”

"نو بیا" هغه د ځان نه پوښتنه وکړه

"بس چانس،تته رڼا،او مخامخ بختور سیټ"  هغه د ځانه سره وویل

د پوخ عمر سړي بیا ډډه بدله کړه ،رانیغ شو،سمدس یې جینۍ پله وکتل ،جینۍ لکه ډبه ډوبه چې اوده وي ـ په مخامخ سیټ ناست هلک کتابونه ښکته پراته وو ،لکه هغه چې هم سر د ماښامه اوده شوی وي ـ سړي مرۍ تازه کړه،په ږیره یې لاس ووهلو،کلیمه یې وویله او بیا تکیه شوـ

هغه فکر کاوه چې د پوخ عمر سړی عن ویلن دی،دهغه د ذهن په پرده ددغه سړي کریکټر ته ورته ډېر فلمي کریکټرونه واوړیدل راواوړیدل ـ هغه جینۍ نه پوښتنې کول غوښتل او جینۍ هم شاید ځوابونه ورکول غوښتل خو دپاخه عمر سړی لکه دیوال،لکه چوکیدار،لکه لوي خنډ ــ-

هغه ددې دیوال د نړولو دپاره هم څه نا څه فکرونه وکړل خو د جېنۍ د وجود ددغومره نندارې نه بغېر نو هغه هیڅ نه شو کولی ـ

مالومه نه ده چې ټوله څو کرت دغه ننداره تکرار شوه خو چې د نمر سترګه راوختله نو اورګاډی په هغه سټېشن ودرید په کوم چې د پاخه عمر سړی او دهغې نه څو ګامه روسته د برقعې والا ښځه په دروازه ووتل ـ                                                                                                                       ظفرکریمي کراچۍ