یوشعر

اویاحــــــــــــورې مُلا تاته مبارک شه

ما له دغه یوه ژوندۍ حوره کافي ده  

  (دا  غزل جرس ادبي جرګه کې کره کتنې ته د وړاندې کولو روسته مې لږ سمونې کړي دي دکراچۍ بلاګ لوستونکو ته یو ځل بیا وړاندې کوم)                   

غزل

ښایستې! دلته هغه سړی  د کـــــــــــــار دی

ښایستې! څوک چې زما په آند بې لار دی

 

ښایستې! کــه دې د زلفو  نه را وځــــــــم

ښایستې! راته زرین قفس تیــــــــــــار دی

 

ښایستې! د هــــــــــــــرسقراطـ ژبه را کاږو

ښایستې! زمـــــونږه دغه کــــــــاروبار دی

 

ښایستې! دا خلق څوک په کــــــــــاڼو وُلي؟

ښایستې! جـــوړې یو بل منـــــصور په دار دی

 

ښایستې! بوسه تیاره  مې په شـــــــونډو

ښایستې! ورته جوګه تندی په کـــــار دی

 

ښایستې! دا   زما چغو راویښ نه کړو

ښایستې! ځکه  تالا والا بــــــــــازار دی

                ظفرکریمي کراچۍ