غزل
په محبت کښې دې لاهو نه شومه
چغه جلي نه شومه هو نه شومه
د ګل فروشو په دوکان کښې زوړند
ګل يم،خو ستا د لاس باهو نه شومه
په مات کودي کښې د ديوال په څوکه
جانان کرلی کشمالو نه شومه
د سامري په باغيچه کښې زرغون
د ګلاب ګل شومه،خوشبو نه شومه
رحمانه چا خو رانه ګټه اوکړه
څه که په کلي کښې نامتو نه شومه
رحمان بونيری واشنګټن ډي سي
08.05.2010
- ظفرساپی کریمي
خطا خطا کې مې رسا وژنیما په پردو لاسو اشنا وژنی
رڼا پرست خو تنګ نظری نه دیچې اودۀ کېږی نو رڼا وژنی
پرون د خپلې حجرې خان وژلمنن مې د خپل جمات ملا وژنی
د پختونخوا مینه غږونه کویحېران مومنده خلق ما وژنی...
25.06.2010
- ظفرساپی کریمي
د قېصر د بې حسۍ تپوس پکار دی
دا د ناستې سړی نه دی مګر ناست دی
د نامتو نقاد او وتلي شاعر ښاغلي قېصر اپريدي د شاعرۍ مجموعه ،،سل نومونه د عشق نور دي،، د چاپه راوتله ـ دا شعري مجموعه په کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې لخوا خپره شوې ده ـ په مجموعه کې د قېصر اپريدي شعرونه او غزلونه شتون لري ـ ...