خطا خطا کې مې رسا وژنی
ما په پردو لاسو اشنا وژنی
رڼا پرست خو تنګ نظری نه دی
چې اودۀ کېږی نو رڼا وژنی
پرون د خپلې حجرې خان وژلم
نن مې د خپل جمات ملا وژنی
د پختونخوا مینه غږونه کوی
حېران مومنده خلق ما وژنی
خطا خطا کې مې رسا وژنی
ما په پردو لاسو اشنا وژنی
رڼا پرست خو تنګ نظری نه دی
چې اودۀ کېږی نو رڼا وژنی
پرون د خپلې حجرې خان وژلم
نن مې د خپل جمات ملا وژنی
د پختونخوا مینه غږونه کوی
حېران مومنده خلق ما وژنی