پښتونخوا، هزاره او پنجابے

                                                          مصویر قریشي
دا وخت پۀ پښتونخوا کښې که يو طرف ته جشنونه نمانځلے کيږى نو بل اړخ ته اقليتونو پۀ سرونو کفنونه تړلى پښتنو سره خپلې دښمنۍ تازه کوى.
د پښتونخوا مخالف ټى وى چينلې او اخباراتو هم خپلې وفادارۍ ښودل شروع کړى دى او د پښتونخوا خلاف فتوې جارى کوى او کالمونه او تبصرې پرې کوى.
ما څو ورځې وړاندې يو کالم "ترهه ګرڅوک دى؟" تر عنوان لاندې هم وئيلى وو چې پنجابے چرې د پښتنو خير خوا نۀ شى کيدے. هم دوى وو چې اول ئې د مذهب پۀ نوم پۀ سوات، باجوړ او وزيرستان کښې پښتانۀ تباه و برباد کړل او اوس ئې پۀ هزاره کښې د "هزاره تحريک"  پۀ نوم "د ژبې پۀ  نوم" تباهى او بربادى شروع کړه، خو ولې زمونږ د هزارې وروڼه پۀ دې نۀ پوهيږى چې دا نوم فسادى احتجاج دوى کوى ددې فائده چا ته ده او نقصان ئې چا ته دے؟
مونږ دا هم منو چې هر چا ته حق حاصل دے چې د خپلې ژبې او خپل شناخت لپاره پرامن لاره خپله کړى.خو ولې دلته سوال دا پيدا کيږى چې  ايا پۀ يوه صوبه جوړيدے شى؟ ځکه چې پۀ ټوله هزاره کښې څلور ضلعې دى چې پکښې مانسهره، بټګرام، شانګله او ايبټ اباد، پۀ دې څلورو ضلعو کښې يوازې ايبټ اباد ضلعه داسې ده چې پکښې فسادى احتجاج شروع کړے شوے دے باقى درې واړه ضلعې پۀ خيبر پښتونخوا متفق دى.
بله دا چې نن چې دا کوم پنجابيان د پښتونخوا مخالفت کوى پرون خو دې پۀ دغه نوم متفق وو او لاس ليکونه ئې پرې کړى دى بيا ولې ئې لاس ليکونه کول؟
دوى چې د جمهوريت پۀ نعروو نۀ ستړى کيږى نو بيا ولې غير جمهورى رويې خپلوئې؟ ځکه چې خيبر پښتونخوا خو پۀ جمهورى توګه غوره کړے شوے دے پۀ قامى اسمبلۍ کښې بل لاس شوے دے.
حقه خبره خو دا ده چې يو خو زمونږ مشرانو پۀ اول کښې غټه غلطى دا وکړه چې پۀ خيبر پښتونخوا ورسره متفق شول ځکه چې خيبر ورله د پنجاب مشرانو خوښ کړے ؤ. پکار خو دا وه چې زمونږ مشران و رسره صرف پۀ پښتونخوا کلک شوے وے نو دا مسئله به دومره نۀ خرابيده. او کۀ چرې دغو پنجابيانونۀ منله نو دوى به ترې د حکومت نه بيل شوے وے.
بله دا چې فيصله د اکثريت منلے کيږى، پۀ دې صوبه پښتونخوا کښې د دوؤ کروړو نه زيات پښتانۀ اباد دى او د يو اندزې ترمخه ٤٤ لکه يا ددې نه هم کم هندکيان اباد دى نو دا پۀ کوم کتاب يا قانون کښې دى چې اقليت دې پۀ اکثريت غالب کړے شى او د اکثريت فيصله دې رد او د اقليت خبره دې ومنلے شى.
اګر چې  دا هم زمونږ وروڼه دى مونږ د دوى احترام کوؤ د دوى د حق ستائنه کوؤ د جمهوريت دننه، دجمهوريت د اکثريت خبره منو، کۀ چرې دوى سره اکثريت وى پکار ده چې خپل اکثريت ثابت کړى خو ولې د غيرو پۀ خبرو دې دوى نۀ تير وځى.
مونم دا هم منو چې د اييبټ اباد او هزارې خلق ډير پوهه او امنناکه دى خو ولې دا کوم فسادى احتجاج چې وکړے شو پۀ دې کښې چې څومره مرګ ژوبلې وشوې دا د چا پۀ سازش وکړے شوى. پۀ دې کښې د هندکيانو لاس کم او د نورو لاسونه زيات دى.
نو دوى ته پکار دى چې ددغو قوتونو چې څۀ رنګ د سوات، باجوړ، او وزيرستان امن د مذهب پۀ نوم تباه کړو دلته ئې د ژبې او نوم پۀ نوم بربادوى، دغه قوتونه نۀ غواړى چې پۀ پښتونخوا کښې امن او خوشحالى وى ځکه چې دوى سياست هم د غيرو لپاره کوى. او د غيرو لپاره  دوى د پښتونخوا امن بربادى.
دوى کۀ يو طرف ته نړۍ ته دا ښائى چې پښتون ترهه ګر او غدار دے نو بل اړخ ته  ورته دا هم ښائى چې پښتون اقليت سره هم ظلم او ناروا کوى او اقليت  ته خپل حق نۀ ورکوى.
بايد مونږ پوهه شو چې مونږ ولې د غيرو لپاره خپل امن خراب کړو، ولې مونږ خپل سياست، اقتصاد برباد کړو او و لې خپل بچى د غيرو لپاره ووژنو؟
بايد ټول پښتانۀ سياستدانان خوا کۀ پۀ هر ډله کښې وى د پښتنو او پښتونخوا او د روښانه سباؤن فکر وکړى او پۀ حيث د يو پښتون تعصبات پريږدى او دخپلې صوبې د شناخت لپاره يو موټے شى، ځکه چې کۀ چرې نن مونږ چپ پاتې شو نو تاريخ به مو چرې هم معاف نۀ کړى.
زۀ پۀ آخره کښې دا هم وئيل غواړم چې پښتونخوا ددې سيمې ډير تاريخى نوم دے دا نوم څۀ نوے نۀ دے چې پۀ دې مفاد پرستو سياستدانانو غوغا جوړه کړې ده او د خپل ناولى سياست پۀ خاطر نفرت خوروى. بايد نور نفرت خورول بند کړے شى او مينه محبت خوره کړے شى.