ظفرساپی کریمي
دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید
مقالې
شګفته ملک سره مرکه
شګفته ملك سره مركه. مركه امجد شهزاد شګفته ملك د عوامي نېشنل ګوند د ښځينه څانګې يوه فعاله غړې ده. د چارسدې په يوه سياسي كورنۍ كې زوكړې، په سياسي علومو كې يې ماسټري اخيستې، د سياست ترڅنګ شعر هم وايي. په لومړي ځل د پښتونخوا ايالتي اسمبلۍ د غړې په توګه ټاكل شوې. . سياست ته څنګه راغلئ؟ زه په يوه سياسي كورنۍ كې زېږېدلې يم، پلار مې د خدايي خدمتګار تنظيم يو فعال غړى و، ښايي همدا لامل و، چې ما هم سياست غوره كړ. د عوامي نېشنل ګوند په نسبت د نورو سياسي ګوندونو
پښتونخوا،هزاره او پنجابی
پښتونخوا، هزاره او پنجابے &
د مصویر قریشي کالم
ترهه ګر پښتانۀ کۀ پنجابيان؟؟ مصور قريشى دا خبره لکه خو لکه د نمر روښا
اسرارالافغان (اخري برخه)
همدا ډول په بېلو بېلو روایتونو کې بي بي رقیه چې د شیخ قاسم خور ده ،بي بي بسی ،بي بي نېکبخته د شیخ قاسم مور ،بي بي توتیا چې د شیخ قاسم مېرمن ده ،بي بي حاکمه ،بي بي مرجانه ،بي بي هاجره،بي بي خدیجه او داسې نور نومونه راغلي ،چې ما د بېلګې په ډول دا نومونه راواخیستل په اسارالافغان
دپښتو قلمي پانګه/پروفیسر نواز طائر
دپښتو قلمي پانګهپروفيسر محمدنوازطائر پښتو ادب په دوه لويو برخو مشمل دے ـ يوه برخه يې پښتون اولس په خپله حافظه کښې محفوظه کړې ده او عوامي ادب يا فولکور ورته ويلے شي ـ دا زمونږ د روزمره او محاورې جز هم دے او د ادب هغه درنه پانګه هم ده چې د قيصو اوسندرو په رنګ کښې زمونږ د ملي ثقافت او قومي کردار ترجماني هم کوي ـ دا د کور نه تر ګوره زمونږ دژوند
د ادب فن /ارباب سکندرخان خليل /اخري برخه
د ادب فن ارباب سکندر خلیل (اخري برخه) خو دداسې کولو دپاره به ضروري وي چې دا لوظونه
د ادب فن /ارباب سکندرخان خليل(۴)
د ادب فن۴ ارباب سکندر خلیل په تېر پسې ليکن دليکوال دمقصد د خارجولو نه علاوه مونږ دا پالکل بدلولے هم شو يعنى مطلب تر دادے چې ګنې مونږ د دا په حې
د ادب فن /ارباب سکندرخان خليل ۳
په تېر پسې ليکن دليکوال دمقصد د خارجولو نه علاوه مونږ دا پالکل بدلولے هم شو يعنى مطلب تر دادے چې ګنې مونږ د دا په حېث د مقصد ديو قابل لطف نمائش واخلو ـ او دا ه
د ادب فن /ارباب سکندرخان خليل(۲)
په تېر پسې دتواريخ د يو شهپارې مثال به معامله لاښه صفا کړي په حقيقت کښې دابه ډېره اسانه وي چې که مونږ د ګبن د روم د شهنشاهيت زوال نومې ليک مطالعه کړو ـ خو چې په دې لړ کښې زياته توجه ددې دواقعاتو صحت يا دهغې د تعبير انصاف ته ورنه کړو بلکې چې دا محض د واقعاتو د يو شاندار شان شوکت په حيث واخلو ـ چې زمونږه تصور ته پيش کړے شوے دے ـ اګر که مونږ داسې وکړو نو مطلب به دا وي چې ګنې مونږ دا په حېث د خالص ادب ديو شاهکار اخلو او محض داسې يې اظهار واجب اوګرزوو ا
د ادب فن /ارباب سکندرخان خليل
دادب فن ارباب سکندرخان خليل ادب يو فن دے چې په وسيله يې اظهارپه ژبه کښې بيا موندے شي ـ نو که فکر ورته وکړو نو په طور د يو ابتدايي تعريف به دا بيان کافي ښکاره شي ليکن په طور د ادب دتشريح دا بيان ښکاره طور ناکافي دے ـ او دا هم نه ده چې ګنې هر هغه څه چې ددے تشريح په دايره کښې راتلے شي
اسرارالافاغنه/پروین ملال ۶
په تېر پسې اوس به راشو د کتاب محتویاتو ته البته د مولوی خېرالدین فارسي ژباړې او لنډیز ته لکه وړاندې چې مو وویل چې کتاب په شېخ متي علیه الرحمه باندې د یوه روایت څخه پېل کیږي ،ددې روایت پیل به په لومړي پاڼه کې چې اوس نشته موجود وي ،دوهمه پاڼه یې داې پيل کیږي وداع کرد پس آن دختر را بیعوض در
د برق صيب دپښتنو اصل نسل
پۀ پښتو ادب او پښتنه سيمه کښې سعدالله جان برق يو داسې معتبر نوم دے چې د هيڅ قسمه تعارف محتاجه نۀ دے، د ادب د ميدان شهسوار، د صحافت لوئې نوم او د مزاحيه ډرامې پلار پۀ ډيرو خوبيانو پرمعمور دے خو ولې يوه ډيره غټه خامى پکښې شته چې د ډيرو حلقو دغه خامى نۀ ده خوښه او هغه خامى ددۀ ريښتينولى ده، صداقت دے. پۀ دۀ کښې مناف
دیره اسماعیل خان (اخری برخه
دیره اسماعیل خان (اخری برخه) ۱۸۹۴ کښي له وزیرستان څخه سرډورینډ په نښته ټانک ته راورسید او د ټانک د قلعی له وره سره ولګیدو ټپی شو او دالته مړ شو وروسته یی ډیره اسماعیل خان ته راووړ او په چرچ قبرستان کښی یی ښخ کړوپه ۱۹۱۹ کښي دافغانستان انقلابی حکمران امان الله خان چی
پښتونخوا (ډیره اسماعیل خان ) ۲
سرليک: پښتونخوا (ډیره اسماعیل خان ) ۲ نېټه: 04.07.2009 10:44 بهلول لودهې چې په هندوستان کښې لودې کورنې لومړی بادشاه وو مورنۍ ځای یی هم پدی سیمه کښی بلوټ نامی کلی دی او هم داشان دهندوستان ېوبل نامتو بادشاه شیرشاه سوری هم ددی سیمی دی اوهم دشیرشاه سوری زوکړه په ۱۴۸۹ کښی دلته په کوهی نامی کلی کښی شوی ده داوخت دده پلار ح
پښتونخوا/عبدالعلي غورغشتي (۱)
پښتنونخوا (۱) ډېره اسماعېل خاندا دپښتونخوا وطن په ختېځ کښې په ۳۴۷۰ مربع مېل مشتمله هغه سېمه ده چې ېو لورې ته ېې داوخت هغه بلوڅان اوسېږې چې په اوسنې پنجاب صوبه کښې شامل دې ددې سمې په سهېل کښې د بلوڅان هغه سېمه ده چې په تارېخ کښې په وادکل ېادېږې او قطب پخوا ېې د بنو سېمه ده ختېځ ته ېې داباسېن سېنه بهېږې د پښتونخوا په س
پښتونخوا /عبدالعلي غورغشتي
پښتونخوا دپښتون افغان ټول وطن لرغونې تارېخې نوم پښتونخوا ده
د لیوني ګډې وډې /ماښام خټک
د لیوني ګډې وډې
اسرارالافاغنه/پروین ملال ۵
سعود الحسن د لیک ځواب د خپلو چاپ شویو اثارو په ملتیا راوستاوه ، کله چې څرګند ه شو ه چې د هغه سره غېر ددغې رسالې نه د اسرار الافغان په باب بل څه نشته نو دهمدې رسالې هغه برخه چې د کتاب په باب مهمې څرګندونې لري د اردو څخه پښتو ژباړې ته خوښي کړي د رسالې نوم اسرار
عابد جان رځړوال يادوم /نعمان دوست
دا هلک بيا نه راځي ،عابد جان رځړوال يادوم . هغه څوک يادوم چې د خپل ايډيال شخصيت ( باچا خان ) په څېريې ، دنګ قد درلود. رځړوال، له شاوخوا دوه کلو
اسرارالافاغنه/پروین ملال ۴
اسرار الافاغنه ۴ په تېر پسې په پښتوژبه یې پوره تسلط لاره د افغانستان ،هندوستان او یهودو تاریخونو سره ېې هم پوره پېژندتیا لرله د حسین ابن صا
اسرارالافاغنه/پروین ملال ۳
په تېر پسې سعود الحسن د لیک ځواب د خپلو چاپ شویو اثارو په ملتیا راوستاوه ، کله چې څرګند ه شو ه چې د هغه سره غېر ددغې رسالې نه د اسرار الافغان په باب بل څه نشته نو دهمدې رسالې هغه برخه چې د کتاب په باب مهمې څرګندونې لري د اردو څخه پښتو ژباړې ته خوښي کړي د رسالې نوم اسرار الافاغنه دی دې د
رقیبه بس دی نوره خُله ونیسه
پنجابيان دې نور پښتنو پسې خندا ګانې بندې کړي پنجابى سامراج تل دپښتنو استحصال کړے دے دپښتنو پۀ حقونو ئې ډاکې اچولى او پۀ پښتنو پسې ئې ملنډې کړى دى.تيره ورځ د سينټ د اجلاس پۀ وخت کښې چې کله د اے اين پى سينيټر الياس بلور د پنجاب نه ګيله وکړه چې پنجاب خو زمونږ بجلى استعمالوى خو ولې مونږ ته غنم نۀ راکوى نو ددۀ پۀ جواب کښې پکار خو دا وه چې د
اسرارالافاغنه/پروین ملال ۲
اسرارالافاغنهدا کتاب په پښتو ژبه صابر د خضر زوي کښلی و چې دغه خضر د شاه قاسم سلیمان مرید و،مسټر سټارټ د ایشیا ټک ریسرچز د دوهم ټوک په ۷۰ مخ کې لیکي چې دغه کتاب بیا له پښتو څخه خیرالدین نومې لیکوال په فارسي ژبه واړه وه ـ په لوړ بیا ن کې خضر د شاه قاسم مرید و لکه چې ددغه رسالې په دریم عنوان کې ویل سوي دي چې دغه شېخ قاسم سلېماني د شیخ قدم زوي او د شېخ متي له علمي او روحاني کورنۍ څخه وچې په 956 ق کې زیږیدلی او په ۱۰۱۶ ق د هند په چنار ګړه کې مړ سوی دی ،
اسرارالافاغنه/پروین ملال
اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه پروین ملال پښتو په ادبي نړۍ کې د آغلې پروین ملال نوم هیڅ پېژندګلوۍ ته اړ
قومیت څه شی ده ؟
قومیت څه شی ده ؟ دټولنېزې برابرې (عدل اجتماعې) او دانسانانو تر منځ دانصاف تصور په ټول شرېعت غرا محمدې کښې نغښتې دې .په شرېعت کښې چې سرچشمه ېې قران ، حدېث ، اجماع او قېاس ده د بشرې ټولنې ټول مشروع حقوق تضمېن شوې دې . هغه که دفرد په مقابل کښې دفرد حقوق وې ، ېا که د قبېلې پر وړاندې د بلې قبېلې حقوق وې او ېاهم د ېوه قام حقوق د بل قام پر وړاندې وې .پدې کښې د قامې برابرې او قامې حقوقو مس