دادب فن
ارباب سکندرخان خليل
ادب يو فن دے چې په وسيله يې اظهارپه ژبه کښې بيا موندے شي ـ نو که فکر ورته وکړو نو په طور د يو ابتدايي تعريف به دا بيان کافي ښکاره شي ليکن په طور د ادب دتشريح دا بيان ښکاره طور ناکافي دے ـ او دا هم نه ده چې ګنې هر هغه څه چې ددے تشريح په دايره کښې راتلے شي هغې ته به مونږ ادب وايو او خاصکر په داسې حالت کښې خو به داسې بالکل نه وي اګر که مونږغواړو چې د ادب لوظ د څه بالکل درستې او صحيح معنى نه متحمل وي او ددې وجه داده چې کله مونږد لوظ معني مبهم پريښودو اجازت وکړو نو داسې ددے افاديت ختم کړوـ د مثال په طورچې خبرې اترې فن نه دے خو بيا هم مونږ دخبرو اترو دفن خبرې کوو ـ داسې ښکاري چې د لوظ "فن" ډيرې معنې دي ځکه چې د نام نهاد فنون لطيفه نه بغېر مونږ دپخلي دفن - دجنګ دفن - داشتهاربازۍ دفن او داسې دسلګونو فنونومتعلق خبرې اترې کووـ ليکن ددې لوظ ددې په کُل موضوعاتو کښې هم هغه مرکزي معنى وي او دا هميشه لپاره هنروي چې واضح طور او ارادتاُ ددې دپاره استعماليږي چې يوه مطلوبه نتجه پيدا کړي ـ نو دلته خبره صفا شي چې بيا مونږ په لوظ "فن اعتبار نشو کولے چې ګڼې ددې وضاحت وکړي چې زمونږد ادب نه څه مطلب دے او که چرې ددې کولو دپاره مونږ کوشش هم کړے دے نو مونږ به معذرت اوکړو او دا به ووايوچې دفن نه مدعا فن دے چې ادب تخليق کوي ـ ددې نه بالکل برعکس مونږ مخص دهغه څه وضاحت کولے شوچې دڅه نه دلته هغه وخت مونږ د فن معنه اخلوکله چې مونږ په دې پوه يو چې د ادب نه زمونږ څه مدعا ده ـ يقيني طور دهنر درجې دي او دا حقيقت مونږ ډېر په اسانه منلے شوچې په ادب کښې د زباني هنر يوه زياته اوچته درجه ده ـ چې د خبرو اترو دمعاملې په مقابله کښې زياته مطالعه يې شوې ،زياته مستحکمه او زياته مقصدي وه ـ پرې دپاسه ادب کښې هنر صر ف په لفظونو کښې وي ولې ددې په مقابله کښې چې په خبرو اترو کښې وي يا لکه چې کله کله دلوظونو د استعمال په وجه وي هنر دشخصيت د استعمال په وجه زيات وي ـ دا رشتيا ده چې کيدے شي چې ګنې نظم په جوش سره وويلے شي او ډرامه سټيج کړے شي ليکن بيا هم ادبي فن بالکل هم هغه شے يو وي، آيا که څو ک يې په اوچت اواز وايي او که څوک يې رورو په مزه مزه اووايي ـ
هم دا وجه ده چې مونږله لازم دي چې ګنې د ادب داسې تعريف ونه کړو چې ګنې ددې نسبت څه ليک شوي يا چاپ شوي لوظ ته اوکړو ـ ځکه چې يو لوظ چې سترګې يې ليدے شي هغه مخص يوه علامه وي (دا بېله خبره ده چې داسې مخص ذهني طور هم کيدے شي)او په حقيقت کښې هم هغه وخت اوريدل شوے وي کله چې دا په سترګو ليدل شوے وي ـ پرې دپاسه اکثر په ادب کښې د مثال په طور په کل نظم کښې،دا ددے دفن دپاره هم دومره ضروري ده چې ګنې لوظ دې په ښه شان وضاحت سره واوريدے شي(اګر که يو ځل بيا دا د مخص ذهني طور واوريدے شي)څومره چې هغه وخت لازم دي چې په دے د سړے ضرور پوه شي ـ
د اردو ژبې يو ممتاز شاعر په اسانه ژبه کښې ددے تعبير داسې کوي
ديکهے تقرير کى لذت که جو اس نے کها
مين نے يه جانا که ګويا يه بهى ميرے دل مين هے
هو بهو د ادب په معامله کښې چې د فن نه مونږ څه مراد اخلونو بيا پکار ده چې دا پريږدو چې داسې ظاهر شي څنګه چې مونږ د ادب تصورمحدوده ووـ مونږوايو چې فن هنر دےچې وظيفه يې د يو متوقع نتيجې پيدا کول دي ـ سوال دادے چې هغه نتجه څه ده چې د ادب په فن کښې مقصوده ده ؟ مونږ ادب په حېث د اظهار ديو قسم بيان کړو،ليکن دا خو دتصوير مخص يو رخ دےـ ادب مخص ديو شي تر اظهاره محدود نه دے بلکې برابر هم داسې ديو شي چې اظهار يې شوے دے داخستو نه هم حاصل دے ـ يو مثال به واخلو اګر که زه د څه شي په حقله تاته خبره وکړم نو ترڅو پورې چې زما تعلق دے نو زما لوظونه زما دتجربې اظهار کوي ليکن بل طرفته زما لوظونه زما د تجربې نمايندګي هم کوي ـ نو ځکه دا به هم دومره رښتيا وي کله چې زه اووايم چې ګنې د ادب غايت د څيزونو نمايندګي کول دي لکه دا وينا چې داد څيزونو اظهار کوي ـ ددې امکان په وجه چې ګنې مونږ ادب ددې دواړو اړخونو ځنې ديو يا بل نه متحمل اوګنړو،نه يوازې تنقيد متاثر شوبلکې ادب پخپله هم متاثر کړو ـ که چرې مونږ ادب د ليکوال د ذهن اظهار(يا مزاج يا طبعيت)اومنو نو دلته مونږ زور هغه شي ته ورکوو چې په دې کښې داخلي عنصر دے ـ او داسې مونږ اخرکار رومانيت طرف ته لاړ شو چې په کوم کښې اهم شے هغه يو دے کوم چې ليکوال محسوس کړے دے ـ خو ددې خلاف يعني کله چې مونږ ادب په طور د يوې طريقې اوګنړو چې لوستونکي ته څيز وړاندې کوي نو دا وخت مونږ په خارجي عنصر زور اچوو او اخير حقيقت پسندۍ ته وراورسو چې په کوم کښې ظاهرکړے شوي مواد اهم وي ـ دا دواړه اړخونه رشتيا دي خو يو هم کلي طور رشتيا نه دے ـ ددې وجه داده چې د ادب د نظريې دپاره مونږ ته د يو لوظ ضرورت دے چې په برابرو شرايطو به دواړه اړخه شاملوي او داسې دا ساده اصطلاح يا لوظ "رسول"() دے چې به هو بهو هم هغه شے راکړي چې مونږ ته يې ضرورت دے ـ مطلب دادے چې دا ظاهره ده چې که ادب نور هر څه هم ولې نه وي نو "رسول" به ضرور وي،يعني که رسول نه وي نو ادب به هم نه وي ـ اګر که مونږ ددې ويلو جرات کولے شوچې ګنې د ژبې ديوې ټکړې مخص موجوديت نه ادبي فن جوړ دے خو بيا هم مونږ له دا ياد ساتل دي چې ژبه صرف د فن يوه ذريعه ده ـ خبره داده چې فن د ليکوال او لوستونکي(يا اوريدونکي)ترمينځه د رسولو د رابطې نامه ده ـ نو مطلب دا شواو خبره هم واضحه ده چې د ادب نه چې مونږ څه مطلب اخلو دا به د رسولو د څه قسم په ذريعه چې دا فن يې مقرره وي مونږ ته راکړے کيږي ـ
کله چې مونږ د ادب د فن پحقله خبرې کوو نو داسې مونږ ددرې اصطلاحاتو دسلسلو د وجود دلالت کوو چې پکښې دوه انتهايي څيزونه ليکوال او لوستونکے وي او مينځينۍ مرحله يې ژبه ده ـ او دا هغه شے دےچې زمونږ د وينا ترنه مطلب دے چې ګنې ادب د رسولو عمل دے ـ خو بياهم پکارنه ده چې ګنې مونږه د اظهار يا د اظهارد بيان (يا نقل چې هم دهغه خيال نه مشتمل دے چې ګنې دا اخرنې لوظ دے ـ د نقل باره کښې به روستوپه مناسب وخت بحث اوکړے شي)اصطلاحات بيخي هدف کړو ـ ددې برعکس اکثر دا ډير زيات مفيد لوظونه دي او اوس خو بالکل کله چې چار لاچاربه ضرورسوال داوي چې ادب دليکوال او لوستونکي ترمينځه د رسولو دڅه قسم طريقه قايموي داظهاربيان به په خصوصيت سره مفيد وي ـ ليکن هرکله دوي استعمالو نو هميشه له به دا پوهيدل وي چې اظهارداسے رارسيدلے دے چې د بل ذهن نه رارسولے شوے دے ـ لنډا دا چې د ادب په نظريه کښې ددے شي د اهميت نه انکار نه شي کيدلے ـ
کله چې مونږ د ژبې د مطالعه کړي شوي او ارادتاً استعمال په غور سره ملاحظه اوکړو نو ددې حقيقت په سوب راته د ا خيال راشي چې ګنې ددې طريقې وجه مونږه کله نا کله ژبه منلےشو ځکه چې ددې طريقې په وجه دا ورته څه شے منتقل کوي چې د ژبې د قلمرو نه بالکل بهر يې هم د اهميت جاج اخيستے شي خو کله کله داسې هم وي چې د رامنتقل کړے شوي شي زمونږ منظوري زمونږ د ژبې متعلق دهغې منظورۍ نه مميز کيدلے نشي چې دايې منتقل کوي ـ ليکن په دے دواړه صورته کښې مونږ ته يو فن په لاس راشي ـ خو په اولني صورت کښې چې کوم فن زمونږ ترلاسه شي دهغه څه دپاره موجود وي چې پخپله دفن نه بهر يې هم جواز موجود وي ـ او په دويم صورت کښې چې کوم فن دے نو لکه څنګه چې دا ښکاري دا مخص ددې لپاره موجود دے چې دادې ګنې په طور د فن موجود وي ـ يا به يې داسې تشريح کړو چې فن دژوند دپاره او فن مخص د فن دپاره اولني ته مونږ "عملي فن" او دويم ته "خالص او نظري فن "ويلې شو ـ او ددې دواړو ترمينځ دفرق تشريح مونږ په داسې شکل کښې کولے شو لکه چې سړے د ډارون د انواعو اصالت مقابله د کيټس ( ) نومې ليک سره اوکړي ـ مونږ دا ويلے شو چې دواړه ډارون او کيټس ددې دپاره دا ليکلي وو چې ګنې د خپلو خيالاتو اظهار وکړي ـ ليکن داخبره چې ډارون ددې مقصد دپاره د خيال اظهار اوکړو چې د خپلو لوستونکو دپاره څه مالومات مهيا کړي او داسې يې استدلال ديو مخصوص طريق کار معقوليت ته راغب کړي ـ مونږد ډارون او د خپل ځان د اظهار دقوت جاج اخلو ځکه چې ددې په برکت هغه ددې جوګه شو چې دا مقصدونه حاصل کړي ـ ليکن دهغه د خپل ځان د اظهار کولو د قوت په ذريعه مونږه ددې مقصدونو جاج نه اخلو ـ مونږه تپوس کوو چې آيا خبر رشتيا دے ؟آيا دليل معقول دے؟نو د اظهار خوبي ددې طريقې نه مشتمل ده چې په ذريعه يې مونږ ددې جوګه کيږوـ داشان سوالونه او دا فيصلې وکړو ـ اګر که اظهار شډل هم دې ولې نه وي خو بيا هم کيدے شي چې خبر درست او دليل معقول وي ـ دابيله خبره ده چې کيدے شي دا به زيات مشکل وي چې دې فېصلو ته سړے ورورسي ـ نو بيا کيټس د کتاب مقصد ددې د ادبي خاصيت په ذريعه پوره شي (د ادبي خاصيت نه مې فى الحال مطلب محض د اظهار قوت دے )ليکن ددې ادبي خاصيت په ذريعه ددې جواز نه شي کيدے ـ نو ځکه مونږه د ډارون د مقصد خوپي دهغه د اظهار دقوت نه مميز کولے شوـ
دلته سوال دا پيداشي چې د کيټس په ليک کښې کوم مقصد ددې د اظهار نه مميز کيدے شي؟دا مونږ ته هيڅ خبر نه راکوي چې کيدے شي رشتيا وي او يا رشتيا نه وي او نه څه دليل راکوي چې به معقول وي يا به معقول نه وي ـ او نه هم دا وينا کيږي چې په دې غور اوکړو چې آيا دا مفيد يا اخلاقي دي ـ دا اظهار دے او محض په دې وجه مونږ مطمين کوي چې ګنې دا په طور د اظهار موجود دے ـ دلته فن مونږ څه داسې مقام ته نه رسوي د چرته نه چې د فن نه د ډېر څه شي جاج اخستے شوـدا فن دے چې هيڅ مقصد يې نشته بلکې مونږ ځانته مايلوي چې بذاته طور دفن نه بغېر د بل څه جاج وانه خلو ـ مطلب داشو چې په دې معني کښې فن خالص دے او چې مونږ د ادب خبرې کوو نو يا خو زمونږدامطلب وي چې په دې معنى کښې فن خالص دے او يا دا چې ګنې لکه په دې خالص معنى کښې مونږدا ګنړو او ددې وجه داده چې دا ممکن ده چې مونږه د انواعو اصالت ليک ادب وګنړوخو دا به هغه وخت وي کله چې داسې صرف د ډارون د اظهاردقوت ته توجه ورکولو په ذريعه وي او چې دا مو هېر کړي وي چې ګنې څه مقصد دهغه په مخکې ووـ
نور بیا