غزل   

 
جنګ د ګټې تکل نه و،قيصه نوره ښکاريدله
ماښامی وو په ميدان کښې،وينه توره ښکاريدله

خبرنه ووم چې غزل به مې وجود لمبه لمبه کړي
د دوزخ دغه حصه راته بې اوره ښکاريدله

څومره هيلې مې په زړه کې اوړيدلې راوړيدلې
ستا دکلي د غره څوکه مې له کوره ښکاريدله

زما غيږه کې سر ايښی وو،جانان په خوب اوده و
دسپوږمۍ په تندي خال و،شپه سرتوره ښکاريدله

راته ورو ورو لويدله،لويدله،لويدله
دژوندون دا لنډه لاره چې تر ګوره ښکاریدله

سيدشاه سعود