صفیې ته (تېرې یولس مېاشتې په کابل کې وم،مساپرۍ او د کور ځېنې لیري والي یوې خوا ته او دهغه وختونو چې زه،زه نه وم او موږ وو تداعي په کابل کې بلې خوا ته ډېره زهیره ولم ،په تصادفي ډول خبره شوم چې صفیه حلیم په کابل کې ده ـ لیدولو ته یې ورغلم او د هغې د بي بي سي په ګیسټ هاوس کې دوې میاشتې د ځانه سره وساتلم،دومره مینه یې راسره وکړه چې هر څه یې رانه هېر کړه ـ کله چې دا د لندن او زه د کراچۍ په لور راتلم نو دغه شېبو دا څو بېتونه وزیږول) پروین ملال دلته ښکلې څو شېبې دي،ته به درومې زه به درومم لا مو پاته یو دوې شپې دي،ته به درومې زه به درومم څه یادونه ته درواخله،څه یادونه به زه واخلم دا دولت دی دا اسرې دي ،ته به درومې زه به درومم دا سپرلۍ،سپرلۍ کابل به د یو چا د خیال ماښام کړو موږ نه پاتې دا کوڅې دي،ته به درومې زه به درومم دا څو ورځې به د ستورو، په تله کې تول او ناپ کړو چې رنګینې هم درنې دي ،ته به درومې زه به درومم زما زخمي زخمی ځیګر کې، ستا د مهر د ساه پلونه غزل غاړی هنګامې دي،ته به درومې زه به درومم ته به لاړه زه به ځمه ،ددې تلو ویرژلي تال ته د یو راګ دوي مرحلې دي ،ته به درومې زه به درومم اوس چې ته یې اوس چې زه یم ستوري،ستوري داشېبې شه څومره ښکلې مېلمنې دي،ته به درومې زه به درومم
دارالامان واټ ــ کابل
23/6/2005