مولوي عمر یو څو خاطرې

                                                            ظفرساپی کریمي
باجوړ ایجنسۍ کې عنایت کلي ته ځایي اوسیدونکي په لنډو کې انات کلی وایي ـ انات کلی د باجوړ مشهور او ګرم بازار دی ـ انات کلي کې  د ژوند اسانتیاوې هم ددې سېمې د نورو ځایونو په نسبت زیاتې دي  اویا دا ووایو چې دا ځایې د باجوړ مکریان،حیات اباد او یا ډیفنس دی ـ هم ددې بازار په اخر سر یو د ګټو او سېمټو نه جوړ یو مشهور ښوونځی دی ـ د نیکه مرغه همدغه ښووونځی  زما مادرعلمي  هم ده ـ همدې ښوونځي ته د لېرې او نزدې سېمو زده کونکي د زده کړی دپاره راځي ـ د بازار په مینځ کې یو د چایو او کبابو هوټل دی چې مونږ به ورته پاچا هوټل ویلوـ
پاچا هوټل د یوې رنګینې ټي وي پر مټ د ښوونځي د هلکانو توجه ځان پله جلبوله او په ځانګړې توګه د کرکت د سیالویو په مهال به دغه هوټل کې د ښوونځي د وخت روسته اکثره د تورو جامو والا زده کوونکي ټیلې ویزون ته متوجه په نظر راتلل ـ
د هوټل مخې ته ښې طرف ته یو موچي او چپ طرف ته یو عطر فروش ناست وو ـ عطر فروش ته مونږ په خپله لهجه کې "تورپټکیز عطرفروش " ویل ـ هسې باجوړ کې د نوي یمې لسیزې په اوږدو کې د شریعت محمدي د نفاذ په اړه د صوفي محمد تحریک راوروسته د "تورپټکي "اصطلاح رایج شوی وه ـ ا و هغه ځکه چې ددغه تحریک کسانو به تور پټکي تړل ـ "تورپټکیز  رنجو والا"،"تورپټکیز تیکو والا"،"تورپټکیز  عطرو والا "او نور بلها ډېر خلق د هغه د کسب او تحریک او پټکي له سوبه په دغو نومونو مشهور ووـ
                                                 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ښوونځي زمانه تېره شوې وه ـ زه اوس پوهنتون کې د سیاست د پوهنځي د څلورم کال محاصل وم ،ازموینه مې ورکړې وه ـ ښه وزګار وم ـ بس د ېوې سېمېزې مجلې "ختیز " مرستیال وم ـ یو افغان ملتي ډاکترصېب د مجلې مسول مدیر ووـ زمونږ د سیاسي بحثونو مرکز به یا خو د ډاکتر صېب کتنځې او با هم دا د پاچا د هوټل یو ګوټ ووـ ورځپاڼې "آج " او ورځپاڼه "وحدت" به د مېز دپاسه غزونې کړی وې  ـ د یولسم ستمبر پېښه نوې نوې شوې وه ـ پر طالبانو د بي ۵۲ الوتکو بمباریانې روانې وې ـ ماخوستن به مولا صېب په مانځه کې د اخري رکعت د روکوع نه روسته په عربۍ ژبه کې صدر بش نه واخله تر واجپایي پورې ټولو ته ښېرې کولې او مونږ به امین ویلوـ همدې ورځو کې اوسنې جمهورریس حامد کرزی او حاجی عبدالحق د طالبانو خلاف د خلقو په راپارولو بوخت وو ـ
                                                     ـــــــــــــــــــــ
بیګا شپه حاجی عبدالحق طالبانو نیولی او وژلی ووـ څوک خفه او څوک خوشاله ووـ د پاچا د هوټل د مېز دپاسه دواړه ورځپاڼې پرتې وې ،زه او ډاکتر صېب یو بل ته مخامخ ناست وو ـ ناڅاپه د هوټل په دروازه کې زوګ شو ـ چې کتل مو د هوټل کبابي او عطر فروش زمونږ د کمپ یو هلک سره په شور اخته دي ـ پر یو بل د کفر فتوې لګوي،کنځلې او بد رد یو بل ته وایي ــ مونږ ورپاڅیدو خبره مو ختمه کړه ـ د خپل کمپ هلک مو یو لور ته کړو تپوس مو ترې وکړو چې د تورپټکیز عطرفروش او کبابي ماما سره دې په څه خبره خبرې اړولې وې ـ ویل یې ،، کبابی رانه پوښتنه وکړه چې عبدالحق څنګه سړی وو ، ما ورته وویل چې ښه سړی وو،مجاهد وو او حاجي هم وو ، بس کبابي راته وویل چې ماجره (مهاجره)  هسې د روس نه راتښتیدلی یاست ،د اسلام درپکې بخی هم نشته،تاسو ازلي دوزخیان یاست ،، هغه زیاته کړه چې عطر فروش هم ورسره ان پن کې ملګرې شو ،زه هم لګیا ووم او هغوي هم ـــ
مونږ ورته ویل هلکه ګوزاره کوه ،خېر دې ، اوس ځه کورته چې دا غم غوڅ شي ـ
همدغه هلک جهان ولي نومیده کوم چې دیارلس میاشتې مخکې باجوړ کې امریکایانو ته د جاسوسۍ په تور د زرګونو خلقو په وړاندې حلال کړی شو ـ
د کبابي باره کې راته مالومه نه ده ، خدایې خبر چېرته به وي او اوس به یې "جهادي "نوم څه وي ؟ او یا دا چې امریکا به دهغه د سر قیمت هم مقرر کړی وي که نه ؟ خو عطر فروش چې اصلي نوم یې ملا سیدمحمد یا د بدانو ملا وو بیا روسته په "جهادي" نوم مولوي عمر مشهور شواو امریکا یې د سر قیمت ۵۰ لکه ډالر مقرر کړو ـ او تېره ورځ خویزو کې مومند قبایلو ګرفتار کړو ـ