ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید

کره کتنه


د طالبانو ویاند مولوي عمر او یوه خاطره

                                   مولوي عمر یو څو خاطرې      &nbsp

19.08.2009 ظفرساپی کریمي

کرزي او زرداري کې یو ډول څو خاصیتونه

                              کرزي او زرداري کې یو ډول څو خاصیتونه           &nbsp

09.07.2009 ظفرساپی کریمي

عراق ازاد شواو افغانستان؟

                                 عراق ازاد شو او افغانستان؟                            

30.06.2009 ظفرساپی کریمي

کرزی که احمدزی،غوره څوک؟

                                          کرزی که احمدزی،غوره څوک؟ د دوه زره اووم کال په اخرنۍ ورځې شپې وې ،د اسلام اباد هواي ډګر رن وی ته بیخي نزدې یو موټر ودریدو چې یو سړ

22.06.2009 ظفرساپی کریمي

د سوات دپاره شرعي عدالتونه

د سوات دپاره شرعي عدالتونو په اړه د پارلیمان پریکړه د دوشنبې په ماښام د پاکستان په قامي اسمبلۍ کېد د ملاکنډ ډویژن دپاره د قاضي عدالتونو جوړیدو ته قانوني تحفظ ورکړی شو یا په بل عبارت اوس د ملاکنډ ډویژن په ټولو سېمو کې شرعي قانون نافذ دی ـپه پارلمان کې درای شمارۍ نه وړاندې دطالبانو مشرانو ویلي وو چې ددغه بل مخالفت کونکي کافران دي او شاید دغه وجه وه چې په پارلمان کې د متحده قامي تحریک نه علاوه نزدې ټولو ګوندونو دد

14.04.2009 ظفرساپی کریمي

ظفر کریمي/پښتونخوا،های غریبه پښتونخوا

                          پښتونخوا،های غریبه پښتونخوا                                               &nb

07.04.2009 ظفرساپی کریمي

ایا منتظرزیدي نړۍ ته د احتجاج نوې فارمولا ورکړه؟

ایا منتظرزیدي نړۍ ته د احتجاج نوې فارمولا ورکړه؟ ''هن واخله د عراقي اولس له لوري اخري سوغات ''ولسمشر بش سره لږ ښکته کولو سره ځان وژغورو او بیا دوهمه چپله هم په شغار سره د هغه د سر دپاسه تېره شوه او په شالید کې د امریکې د بېرغ سره ولګیده ـ د البغدادیه ژورنالیست منتظرزیدي د عراق د قانون په نظر کې مجرم او د ټولې دنیا د هغو خلقو په نظر کې هیرو ښکاره شو کوم خلق چې د جنګ څخه کرکه کوي ـ د امریکې ولسمشر سره د عراق په څېر د یو هیواد

20.12.2008 ظفرساپی کریمي

کراچۍ فسادات:کیسه ددې ځایه شورو کیږي

کراچۍ فسادات:کیسه ددې ځایه شورو کیږيپه قبایلي سېمو کې د ترهګرۍ خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې کراچۍ ته په کډه شویو کورنیو په شمېرکې چې کله ښکاره زیاتوالی څرګند شو نو د کراچۍ یو سیاسي ګوند ایم کیو ایم دغه مایګریشن د ځان دپاره د خطرې زنګ وګڼلووجې ډېرې کیدی شي خو یوه وجه یې دا هم ده چې په کراچۍ کې د ایم کیو ایم ډلې د هیڅ یوې ډلې یا قوم څخه دومره ویره ترهه نه کیږي څومره یې چې دپښتنو سیاسي ګوند ای این پي  او یا د پښتون قام څخه کیږي نو دغه وجه ده چې ایم

04.12.2008 ظفرساپی کریمي

امریکا ورسک ته ورسیده

              امریکایان او د ورسک تربتي مرکز                                                     ظفرکریميدپېښور سره نزد

27.10.2008 ظفرساپی کریمي

ګريټ ګېم /ظفرکريمي ليکنه

                       ګريټ ګېم                                                    &

20.07.2008 ظفرساپی کریمي

شمالي ټلواله اوس هم "شمالي ټلواله "ده

        شمالي ټلواله اوس هم "شمالي ټلواله "دهد اردو ژبې مشهور شاعر مرزا غالب  دمغلو د اخري بادشاه بادرشاه ظفر ډېر نزدې ملګری وـ کله چې انګریزانو (ایسټ انډیا کمپنۍ) واک د ډیلي تر دروازو ورسیدو  او دبادشاه ظفر واک دننه په ډیلي کې هم محدود شو نو مرزاغالب ته د خپلې تنخواه د ورکیدو ویره پیدا شوه ـ دروغ به ګردن راوي  خو واي چې یوه ورځ غالب صېب د ډیل

08.06.2008 ظفرساپی کریمي

دپاکستان داخلي سیاست کې وروستي بدلونونه

دپاکستان داخلي سیاست کې وروستي بدلونونو په                ممکنه افغان پالیسۍ اغیز    دپاکستان د سږنیو ټولټاکنو وروسته دپیپلز ګوند شریک چیرمین ښاغلی اصف زرداري رایونډته د خپل پخواني حریف او دمسلیم لیګ ن مشر نوازشریف کره تللودپاکستان داخلي سیاست کې ډراماتیک بدلون رامنځته کړو،

03.06.2008 ظفرساپی کریمي

اوښ به په کومه ډډه څملي

  دبېنظیر بټو د وژنې تحقیتاتو په اړه دپاکستان دپارلیمان تاریخي پریکړه    د27 دسمبر 2007 زیړ مازیګر و ،دپینډۍ په لیاقت باغ کې د پیپلز ګوند مشرې آغلې بېنظیر بټو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه ـ د وینا وروسته نوموړې دسټېج نه تر کوزیدو لږه شېبه وړاندې یو ځل بیا خپلو مینوالو دخوښۍ او مننې په موخه خپل ښي لاس په پوره زور سره اوچت کړو  او بیا یې په دومره زور ښي او کیڼ لور ته وخوزاوه چې په غاړه کې پروت دتازه ګلونو هار هم په خوزښ

04.05.2008 ظفرساپی کریمي

دګوانتانامو دیوزنداني دلیک په ځواب کې

                دګوانتانامو دیوزنداني دلیک په ځواب کې                                            &n

19.04.2008 ظفرساپی کریمي

دپاکستان نوی دولت نوې افغان پالیسی جوړه وي ؟؟؟

 دپاکستان نوی دولت نوې افغان پالیسی جوړه وي ؟؟؟                               "نن افغانستان خپلواک او ازاد دی،ددې په بهرنیواو کورنیو تګلاروکې دچابهرنی هیواد نګرانۍ ته اړتیا نشته ـ"ددې خبرې په اوریدو مخامخ ناست سفیر حق حېران شو،دهغه په خ

31.03.2008 ظفرساپی کریمي

دظفرکریمی کالم.........باﺉ ذنب قُتِلَت

                              بِـــــاَیّءِ  ذَنبٍ قُتِلَت     حیهات حیهات چې تورې ټوخلې دهغه یکه یو زوی او د پنځو خویندو یوازینۍ هیله  ګُورتلي ته ښکته کړه،بې رحمه یخنۍ ،د وریځوډک اسمان ،سړی هواګانی یقینا تورې ټوخلی ښه په اسانۍ سره ددغه کډوا

26.02.2008 ظفرساپی کریمي

راستانه شوي کډوال او یو بل ژمی

                   په راستنو شویو کډوالو یو بل ژمی هم تېر شو     مالومه نه ده چې په 1940م کې د جرمنی ټولواک حکمران ایډولف هټلر په دماغو کې کوم خیال راغی چې هغه د خپل هیواد په ګوډ ګوډ کې دیهودیانو د نیولو پسی مټی راونغښتی -جرمن پولیسو ته به چې کله او کو

19.02.2008 ظفرساپی کریمي

بچي خرڅول په کار دي........ظفرکریمی

                                          بچی خرڅول پکار دی                  &nbsp

28.01.2008 ظفرساپی کریمي

پرویزکامبخش د زړې کیسې......ظفرکریمی

                               کامبخش دزړی کیسې نوې ویلن                                         

26.01.2008 ظفرساپی کریمي

سر ورکوو،سنګرنه ورکوو

     شايد زماپه مخ وړۀ وړۀ ږيره ددې سبب وه چې هغه زۀ ونۀ پيژندم کله چې نوموړى محسوس کړه چې زۀ دهغه په لور روان يم نو زر زر ئې يوفائيل راغونډکړو اودميز په درازکښې ئې کيښود اوس زۀ دهغې مخې ته ولاړوم هغه ماته دشونډو په سر ستړى مشى وکړه زۀ پوهه شوم چې اغا صيب زۀ ونۀ پيژندلم مجبوروم ځان مې وروپيژندلو دپيژندګلو دابتدائى مرحلې وروسته ي

18.01.2008 ظفرساپی کریمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more