دګوانتانامو دیوزنداني دلیک په ځواب کې

                                                
    هو !والا ستا یو لیک مې  د (ګوانتانامو له زندانه د یو بندي لیک ) تر عنوان لاندې ورځپاڼه "وحدت" کې لوستی و،ما ویل ځواب به ډیر زر درکړم خو څه وکړم  د وړو نشتوالی او دتېلو په بیو کې ورځني لوړوالي راڅخه ستاسو دلیک ځواب هېر کړی ؤـ ځکه چې موږ "ژوندي" یو ـ ژوند لپاره ساه او دساه لپاره انرژۍ ته اړتیا وي او انرژي په وجود کې د خوړو په برکت پیداکیږي ـ
  ای په اوسپنیزه پنجره کې بنده!
    تا په خپل لیک کې په تاسو تیرشوي او تېریدونکي مظالم شاید ددی لپاره لیکلي وو چې زما توجه جلب کړی او زما خواخوږي ترلاسه کړی ـ خو زما یوه "ګیله" ده او هغه دا چې تا په خپل کښل شوي لیک کې هغه مظالم نه وو په ګُته کړي  کوم چې په تاسو دغلته کیږي ـ تا خو یوازې "چونګ له خرواره" متل عملي کړی او ډېر واړه واړه ظلمونه دی قلم ته سپارلي وو ـ نو ځکه خو زه دا شک لرم چې تا به هم د یونه یو ډول مصلحت څخه کار اخیستی وي او دهمدغې مصلحت خوښۍ په اساس زه پوه شوم چې ته هم زما په څېر پښتون اومسلمان یې ـ
    ای په سرو جامو کې ملبوسه !

     تاته باید مالومه وي چې په دغه ډول لیکونو او کمکیو مظالمو زما توجه نشی جلبولی ـ زه خبر یم چې په تا څه تیریږي ـ وړمه ورځ دبشري حقونو یو ویاند سنډي شیهان  ویل چې ګوانتانامو کې کوم ظلمونه په انسانانو کیږي که دغه ډول ظلمونه په حیواناتو هم وشي نو ټول ځناور به په احتجاج سر شي ـ   ګوره !  تاپه خپل رالیږلي لیک کې دا نه و لیکلي چې ستا په مخ کې ستاسو د سپڅلي کتاب بې حرمتي شوی ده ،تاسو ته د بریښنا جټکې درکول شوي دي ،تاسو داوبو په ټانکو کې غوپه شوي یاست،تاسو څوڅو شپې بې خوبه شوي یاست او تاسو لاس تړلي اویزاند شوي یاست ـ
   زما دهیوادوالو هېر شوی زنداني وروره!
زه ددی څخه هم خبریم چې امریکای مېرمنې فوځیانې د پلټنې په مهال ستاسو په وړاندې خپل ځانو نه لوڅوي ،هغوي ستاسو په سرو جامو دخپل" ایام مخصوصه" وینې پاکوي او بیا تاسو ته وایې"  غږوکړﺉ که نه, ستاسو رب ته …..ستاسو رب ستاسو مرستې ته ولې نه حاضریږي "ـ او تاته مالومه نه ده چې دا خبرې ماته کوم پښتون یا مسلمان نه دي کړي او نه ماته داخبرې دګوانتامو له زندانه    راخلاص  شوي  کوم  سړي  کړي دي ـ   دا خبرې ماته    دوو   "کافرو واویکانوک او ایرک ساره ستاسو په اړه یو کتاب کې کړي دي ـ
ځکه چې څوک ددغه زندانه راخلاص شوي دي نو هغه غریبانان د خپل سیوري څخه وېره لري او پاتې شوه دمسلمانانو او پښتنو خبره ،،نو که دهغوي دحاله خبرشوې نو الامان ولحفیظ به اووای اوځان به درته هم دغلته په اوسپنیزه پنحره کې ښه مالوم شي ـ
ای په سرو جامو کې ملبوسه!
Detainees upon arrival at Camp X-Ray, January 2002
     له تا څه پرده ــــ ددې سېمې دپښتنو حال درته نشم ویلی ځکه چې زما قلم څخه هم ازغن تار چاپېر دی ـ که قلم هغه ډول چلوم نو شاید یو مې په پڅ چاقو حلال کړي او بل مې ویډیو فلم جوړ کړي او نړۍ ته مې دعبرت لپاره وښای او یا د خپل کور څخه د چا "نامالومو" کسانو لخوا وتښتول شم ،ټوله ورځ وهل ټکول وخورم او که بخت مې ښه و،نو کومه ږلۍ وهلې دشته کې به ګوزار شم کنه         نو…………نو ځکه دې کې مصلحت ګڼم چې تاته په دی اړه نور هیڅ ونه لیکم ،خو بس دومره درته وایم چې زما مشر ستا لپاره په محراب کې لاسونه لپه کړي دي او ستا د خلاصۍ لپاره دوعا کوي او دا هر څه تقدیر لیکلي ګڼي او په لاملونو یې هیڅ فکر نه کوي ،نو ځکه زه تاته خواست کوم چې  که وکولایې شې ماته هم دوعاګانې کوه ــ هو دوعاــــــ
                             دوعا کوه دوعا به کومه
                       که ژوند باقي ؤ بیا به وشي دیدنونه

                                     دتبصرې لپاره دلته کلک کړﺉ