غــــــــزل

ناآشنا دخپل اشـــــنا په کلي تېر شوم
توره بخته یو وار بیا په کلي تېر شوم

دپردو پکې میله وه تر ماښامـــــــــه
زه چې خپل ووم بی نوا په کلي تېر شوم

لاتر ما به کم نصیب په جهان څوک وي
لاس تړلی دلیلا په کلي  تېر شوم

ما یې ونه لید له سلو رنګو یو هم
پټې سترګې نابینا په کلي تېر شوم

"نوره" ستا دبخت تیاره ؤ نور څه نه ؤ
که نه شپه نه وه سبا په کلي تېر شوم

نورمحمد نور

کراچۍ داپریل ۱۴م ۲۰۰۸ م