غـــــــــــزل

 

په ما خفه شو،کـــــه خپل ځان یادوي
ننم مې په سرو سترګو جانان یادوي

چاته مې بد چاته مې ښـــه وای خو
اورم چې ما هم هغه شان یــــادوي

خدایه! چې بیا مې کوم کار ښه کړی دی
دا چې مې بد دښار مُفتـــــیان یادوي

په غړمبیدلو ســـــپو به اوړي ،ګوره
دلته چې څوک حـــق د انسان یادوي

له خندا شنه شین خالۍ نه ویني شېخ
لګیا دی بیا حــــــــورې غلمان یادوي

خدایه! په مینه دې چا پوهه نه کړو
خو عذابونه دي مُلــــــیان یـــــادوي

دطاهر نوم پرې داســــــې بد ولګي
لکه چې څوک پښتونستان یادوي
طاهربونېری 17ستمبر 2000 بشوڼۍ بونېر^^^