غـــــــــزل

هره ورځــــــــې یوه نوې هنګامه ده
ډېره ګرانه په دې ښــــارګوزاره ده

یوخبردی بس هندسې پکې بدلیږي
یوخبردی او دوینو ننــــــداره ده

دازما په اوږو پروت ټوپک دچا ده
دازما مخې ته څوک مې نشانه ده

روغ سړی مې پیدا نه کړو په ټول ښار کې
څوک چې اورم د دردونو افسانه ده

څه ویل غواړم خو هیڅ ویلی نه شم
راتاو شوې را نه داسې دایـــــره ده

ته به څومره ځوابونه ورته ګورې
ټول وجود مې د سوالونو کتابچه ده

جام اوچت کړه اتڼ واچوه ننګـــیاله
دژوندي سړي همدغه نــــــــښانه ده

ننګیال یوسفزی کراچۍ