غــــــــــــــــــزل

 

نه د رحیم او نه د  رام   ګناهنګار
لالیه!مونږ یو د نظام  ګناهنګار

مونږ دلفظونو د حرمت مجرمان
مونږ دشعرونو د الهام ګناهنګار

تا ته ښایست غزالې سترګې عذاب
او زه دې تش په احترام ګناهنګار

څومره ګنده شو ددې خلقو خیالات
وړه خبره   او  بدنام   ګناهنګار

چې لوږو تندو له بچي نه راوړي
قتل کړﺉ هر غریب،غلام ګناهنګار

په مذهبونو شکمن شوي یاران
یو خوا دخدای بل خوا دقام ګناهنګار

طاهره! څوک چې زور او زر نه لري
ګرځي به دغسې ګُمنام ګناهنګار
طاهربونېری 15 مۍ 1993ء کراچۍ