غزل
مونږ څه په داسې حادثو کې محبـــــت کړی دی
چرته چې ژوند د خپل مدار نه بغـاوت کړی دی
مونږ هره ســــاه کې دبارودو تریخ لوګې راکاږو
مونږ تل ارمان د ښایســـتونو د فطرت کړی دی
دا چې دهر ظــــــالم خلاف د مظلوم مرسته کوو
دا مو د وخــــــــــت د اهلِ بېتو نه بېعت کړی دی
چادپښتون په سر لاس راښکو،چا د لاسه ونیو؟
چا ورته نهه ســـــــــــــــوه کاله نصیحت کړی دی؟
زه یې دسر دلاندې ږدمه هره شــــــــــپه یې ګورم
تا چې په کوم خط کې د مینې شرارت کړی دی
خدایه!نو وي به ګناهنګار ولې بد ذوقه نه دی
طاهر خو ټول عمر د ښکلو عــــــبادت کړی دی
طاهربونېری 19 اپرېل 1994 کراچۍ^^^