دوه شعرونه
خوشبوي مې د لهجې حالونه واي
چې دګلو ښاخ مې زړه پورې نیولی
دیوسف نه ده زما الـــــــــــمیه لویه
زه سکه ورونو کوهي ته غورزولی
غــــــزل
هجر رسیږي تر کـــــــــمال پیره!
بس یو وصال،بس یووصال پیره!
تاته د حال ویلو څه حاجت دی
تاته څرګنددی زما حال پیره!
داځلې هسې رنځ نیولــــــــی یمه
نه یې دوا شته او نه پــــال پیره!
بې له هغو دوو خندنوکو سترګو
ټول کاینات مــــلال مــلال پیره!
داسې یوکور چې په کور نه دی حساب
نه لــــــــــرم ور او نه دیوال پیره!
تا خو ویل عشق زوال نه لري
په عشق راغلی دی زوال پیره!
چجې چجې ولاړ تک تور منګري
نوردی راښایه خپل کمال پیره!
ریاض تسنیم کراچۍ ^^^