غــــــزل

څه رنګینـــــــي څه زندګي ده یاره
دسوال خندا دسوال یاري ده یاره

پریږده دچا چا به خاطرکوي څوک
پریږده یو څو ورځې ځواني ده یاره

د اسمانونو انصاف دار خاموشه
او پــــــــه دُنیا کې کافري ده یاره

دلته خو شپه دسحر زیری دی دی
دلته خو ژوند لویه خاني ده یاره

هره خـــــــــندا دی د عدن باغونه
هره ادا دې شــــــــــــاعري ده یاره

د اختر شپه وه او طاهر ویل چې
راشه اخر مـــــــــسلماني ده یاره
طاهر بونیری  ^^^
8مارچ 1991 کراچۍ