غـــــــــــــــــــــــــزل
دخپل احساس دخپل ادراک پۀ اندازه روان يم
ورک شوى نۀ يم دمنزل پۀ اراده روان يم
دبوږنونکي تنهائۍ نه چې و نـــــۀ ويريږی
پۀ هر قدم درسره زۀ لکه سايه روان يم
چې خپل تقدير پۀ آزري ګوتو پخپله جوړ کړو
د حرم خوا ته جوړه وومه بُت کده روان يم
ستا دوهمونو وسوسو قيصى هم تا ته پاتى
ماته د فتحې يقين شته ځکه ډاډه روان يم
پۀ هره ژبه چې خورى شې ترا نې د ژوندون
ځکه تل وايمه د مينې ترانه روان يم
عبدالسلام سلام کراچۍ