هـــــایکو
زما په زمکه د هاتیانو جنګ دی
خلق یې ټول په تماشه ولاړ دي
پکې ټانټې مې د پټي ماتې شوي

                               ماښام خټک

        غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

که په وطن کې په ظاهره د سپرلو نښې دي
زما په کلي کې لا اوس هم د ازغو نښې دي

زما د کور پته هم داده که راځې چرتـــــه کې
زما دکور په دیوالونو د ګولو نــــــــښې دي

ماته وزرې راکوي خو مېږتون هم څــــــــــاري
څومره ښکاره مې د وجود د ورکیدو نښې دي

داځل به څوکڅوک بختورخوند دتودوخې اخلي
یا د تازه سحر د لمر دراختو نــــــــــــښې دي

ستا د بنړو په سر سرخي دشفق رنګ مه ګڼه
زما په زړه کې ستا د سترګو د بڼو نښې دي

ماښامه چاته به د وران کلي کیسه کوی ته
دلته د هر سړي په مخ د حادثو نښــــــې دي
              ماښام خټک کراچۍ
                                 <<< سرپاڼه >>>