دسنجیده ادب په موضوع د جاج مذاکره
تېره یکشنبه د اپرېل په شلم مازیګر جهانګیر پارک کراچۍ صدرکې د جرس ادبي جرګې (جاج)لخوا د سنجیده ادب په موضوع یوه مذاکره دظفرکریمي په مشرۍ کې ترسره شوه ـ
ددې مذاکراتي غونډې مرکزي مقاله کې راغلي ؤ چې هغه مهال سنجیده او غوره ادب تخلیق کیږي کله چې یو شاعر یا ادیب د قلم پورته کولو دمخه ټول کلاسیک او جدید ادب ولولي او دلوستو په مهال ددغو ادبي فنپارو په خوبیانو او خامیانو غور وکړي او ځان پرې پوه کړي ـ
یو افسانه لیکونکی هغه وخت غوره افسانه لیکلې شي کله چې دغه لیکوال که دپردیو ژبو نه وي نو لږترلږه د خپلې ژبې کلاسیک او نوې افسانې په ژور نظر مطالعه کړي ،یا په بل عبارت باید دغه افسانه لیکونکې د راحت زاخیلي څخه واخله ترننه دټولو افسانه لیکونکو افسانې ولولي ،او په دې فکر وکړي چې دغو افسانو کې د ځینو لیکوالو کیسې غوره ،مفیدې ،تلپاتې ولی دي ـ که ددغه ډول مطالعې وروسته یو ادیب خپل چاپیرچل کې موجوده محسوساتو باندی قلم پورته کړي نو هله یو ښه او سنجیده ادب تخلیق کیدای شي ـ
دغونډې ګډونوال په دې خبره یوه خُله وو چې یو لیکوال او شاعر په پېل کې د یوډول غېرسنجیده او تمریني ادب دتخلیق وروسته باید دکلاسیک او جدید ادب په ژور نظر خامخا ولولي او د یو ښه او غوره ادب د تخلیق لپاره شعوري هڅې وکړي ـ د کلاسیک او اوسني سنجیده ادب دلوستو پرته د یو شاعر او ادیب هر ډول پنځونه یوازې او یوازې د ړانده دغرګي په مثال ده ـ
دمذاکرې وروسته مشاعره وشوه چې حبیب الله همدرد،ننګیال یوسفزي،وصال مومند،نوراحمدباچا،امجدسورج،ریاض ساحل،مبارک احمدمبارک،ماښام خټک ،امان اپریدي،ریاض تسنیم او ظفرکریمي پکې کلامونه واورول ـ
بحث کې دپورته ذکرشویو ملګرو نه علاوه زرجان مداخېل او طاهراپریدي هم ګډون درلود ـ
ظفرکریمي کراچۍ