ظفرساپی کریمي
دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید
دجاج رودادونه(ګزارشونه)
د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ غونډې لنډ رپورټ
ماښام خټک زیاته کړه د هر شي خپل چوکاټ وي ـ د نظم او قطعې دپاره مقطع لازمي نه ده خو د غزل خپل روایت او اصول دي چې د هغې ترمخه د غزل دپاره مقطع لازمي ده ـ او د مقطع نه بغېر غزل نیمګړی وي ـ
د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه
د جرس ادبی جرګې د کره کتنې غونډه د جرس ادبي جرګې کراچۍ میاشتنۍ تنقیدي غونډه ملنګ شاه هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ صدر کې د ښاغلي نورالاسلام سنګر په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ننګیال یوسفزي ترسره کولې ـ غونډې ته ړومبې ننګیال یوسفزي د تېرې غونډې روداد واورلو ،د رودار روسته ننګیال یوسفزي خپل نظم ،،نو
د ظفرکریمي په لنډه کیسه کره کتنه
د جرس ادبي جرګې د کره کتنې غونډه د فرورۍ په اوومه نېټه کاکو هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ کې د ښاغلي ریاض ساحل په مشرۍ کې ترسره شوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کولې ـ د ایجنډې تر مخه غونډې ته لمړې ظفرکریمي د تېرې غونډې روداد واورولو،د غونډې په دویمه برخه کې ظفرکریمي خپله لنډه کیسه ،،شعور،، کره کتنې ته وړاندې کړه ـ په کیسه د تنقید شورو ریاض تسنیم وکړه او وې ویل چې دې کیسه کې غټه خامي داده چې کیسه پکې نیمګړې پریښودل شوې ده ـ امان اپریدي وویل چې کیسه
د ارواښاد اجمل خټک په وفات د جرس ادبي جرګې د فاتحې پیغام
د پښتو شاعرۍ ،ادب او سیاست ستر لوبغاړي په وفات جرس ادبي جرګه کراچۍ د ژور خفګان څرګندونه کوي او د لوي خدایې نه ورته فردوس جنت کې ځایې غواړي ـ
د ارواښاد سلام په اړه د ځانګړی غونډې ګزارش
دا په کومه هدیره راغلی سلامهچې اواز دې د هر لوري راتمبږي د عبدالسلام سلام په یاد کې د جرس ادبي جرګې خصوصي غونډه &nbsp
کابل نړیوال کانفرانس په موضوع مذاکره
د جرس ادبي جرګې کراچۍ د مذاکراتي غونډې لنډ روداد د جرس ادبي جرګې مذاکراتي غونډه د نومبرپه پنځلسمه نېټه جهانګیرپارک کراچۍ کې د ریاض تسنیم په مشرۍ کې وشوه ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړې ـ د ایجنډې تر مخه غونډې ته لمړی ظفرکریمي د تېرې غونډې ګزارش واورولو،د غونډې دویمه برخه په کابل کې ترسره شوي پښتو نړیوال کانفرانس باندې خبرو ته ځانګړې شوې وه ـ
د سرو زرو ګجرې /د جرس روداد
د سرو زرو ګجرې د دوه زره نهم کال د نومبر په دویم مازیګرد جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه د سیدفخرالدین هاشمي په مشرۍ کې جهانګیر پارک کراچۍ کې ترسره شوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړی ـ د ایجنډې سره سم غونډې لمړې وصال مومند د تېرې غونډې ګزارش واورلو چې ملګرو وستایلو ـ
دجرس ادبي جرګې د کره کتنې غونډې لنډ راپور
د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه د اکتوبر په څلورمه نېټه ماډل پارک مېټروویل کراچۍ کې وشوه ـ ددې غونډې صدارت ښاغلي قېصرافریدي اود نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کړې ـ د غونډې په لمړۍ برخه وصال مومند دتېرې غونډې روداد واورلو او
دښاغلي درویش دراني په کتاب د جاج مذاکره
په ،،دابوټي به لونګ شي،، د جاج مذاکره &nbs
پرمختګ او پښتانه په موضوع مذاکره
د پرمختګ او پښتانه په موضوع د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ مذاکراتي غونډه د ریاض تسنیم په مشرۍ کې کاکو هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ صدر کې وشوه ـ د غونډې د نظامت چارې امجد علي سورج ترسره کړې او تلاوت امان الله حلیم شملزي وکړو ـ غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو چې ملګرو وستایه ـ د غونډې دویمه برخه د ،،پرمختګ او پښتانه،، په موضوع بحث ته ځانګړې شوې وه ـ په موضوع د بحث شورو ښاغلي نورمحمد سعید د
په غزل کره کتنه
په غزل کره کتنه د اپریل په پنځمه کال دوه زره نهمه نېټه د جرس ادبي جرګې د کره کتنې غونډه جهانګیر پارک کراچۍ کې د ښاغلي تاج الدین په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کړې ـد غونډې په لومړۍ برخه کې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو او ورپسې ریاض ساحل خپل
دجرس ادبي جرګې د کره کتنې د غونډې لنډراپور
په غزل کره کتنه د دوره زره نهم کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د جرس ادبي جرګې تنقیدي غونډه د ماښام خټک په مشرۍ کې جهانګیر پارک کراچۍ کې وشوه چې د نظامت چارې یې ننګیال یوسفزي ترسره کړېد ایجنډې له مخې غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو او ورپسې
دجاج میاشتنې ګزارش
په روحي غزل کره کتنهدجرس ادبي جرګې تنقیدي غونډه د دسمبر په اوومه نېټه کال ۲۰۰۸ مازیګر ۴بجې کاکوهوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ کې د مبارک احمد مبارک په مشرۍ کې ترسره شوه ـددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کولې -غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو،ورپسې قېصراپریدي خپل مضمون (روحي غزل)تنقید ته وړاندې کړوـ قېصراپریدي په خپل
د طاهراپریدي په کتاب د جاج مذاکره
د طاهراپریدي په کتاب د جاج مذاکره د دوه زره اتم کال د اکتوبر په نولسمه نېټه د جرس ادبي جرګې،،جاج،، مذاکراتي غونډه جهانګیر پارک کراچۍ کې د رحمان بونیري په مشرۍ کې وشوه ،ددې غونډې د نظامت چارې ماښام خټک ترسره کړې ـ دایجنډې ترمخه غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو .دغونډې دویمه برخه د طاهر اپریدي نوي خپور شوي کتاب ےےد څو لمحو لویه قیصه،، باندې بحث ته ځانګړې شوې وه ـ د موضوع په اړه لیکل شوې مرکز
دجرس ادبي جرګې د غونډې ګزارش
په "تنده مې ماته شوه" د جاج مذاکره &nbs
دپښتو ادب او وسيع النظرۍ په موضوع د جاج مذاکره
دپښتو ادب او وسيع النظرۍ په موضوع د جاج مذاکره ظفرکريمي دپښتو ادب او وسيع النظرۍ په موضوع د جاج مذاکرهد جرس ادبي جرګې (جاج) مذاکراتي غونډه د ٢٠٠٨م د جولاي په شلمه نېټه جهانګير پارک کراچۍ کې د زرجان مداخېل په مشرۍ کې وشوه چې د نظامت چارې يې ظفرکريمي ترسره کړې ـ د ايجنډې ترمخه غونډې ته
دپښتو افسانې ارتقاء په موضوع د جاج مذاکره
دپښتو افسانې ارتقاء په موضوع د جاج مذاکره ظفرکریمي دپېښور نه راغلي مېلمه ښاغلي ګل محمدګل په مشرۍ کې د جرس ادبي جرګې( جاج) میاشتنۍ مذاکراتي غونډه
دسنجیده ادب په موضوع د جاج مذاکره
دسنجیده ادب په موضوع د جاج مذاکره تېره یکشنبه د اپرېل په شلم مازیګر جهانګیر پارک کراچۍ صدرکې د جرس ادبي جرګې (جاج)لخوا د سنجیده ادب په موضوع یوه مذاکره دظفرکریمي په مشرۍ کې ترسره شوه ـ ددې مذاکراتي غونډې مرکزي مقاله کې راغلي ؤ چې هغه مهال سنجیده او غوره ادب تخلیق کیږي کله چې یو شاعر ی
دوه زره اووم کال کې د پښتو چاپ کتابونه او نور اثارو
دوه زره اووم کال کې د پښتو چاپ کتابونه او نور اثارو مذاکره
په" بې ایمانه خلق" کره کتنه
په بې ایمانه خلق کره کتنه &nbsp
شعروشعريت
ظفرکريمى ددوه زره اووم کال د جون په اوولسمه نیټه دجرس ادبی ج
ځئ چې ځو کابل ته
ځئ چې ځو کابل ته ظفرکريمى دجرس ادبى جرګې مياشتنۍ تنقيدى غونډه د دوه زره اووم کال د مۍ په شلمه نېټه جهانګير پارک کراچۍ کې دفاروق اباخېل په مشرۍ کې وشوه،چې دنظامت فرايض يې محب وزير ترسره کول ـ دايجنډې سره سم غونډې ته لمړے محب وزير د تېرې غونډې روداد واورولوـ دغونډې دويمه برخه دښاغلى طاهراپريدى رپورتاژ”ځئ چې ځوکابل ته“ باندے بحث ته ځانګړې شوې وه ـ دبحث شورو امان اپريدى په دې خبرو وکړه چې زيربحث رپورتاژدمصنف دنورو رپورتاژونو لکه ”جانان مى قطرته روان دے“ او”
بحثونه فی الميزان
ظفرکريمی دجرس ادبی جرګې مياشتنۍ مذاکراتی غون