په غزل کره کتنه

د دوره زره نهم کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د جرس ادبي جرګې تنقیدي غونډه د ماښام خټک په مشرۍ کې جهانګیر پارک کراچۍ کې وشوه چې د نظامت چارې یې ننګیال یوسفزي ترسره کړې
د ایجنډې له مخې غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو او ورپسې د ننګیال یوسفزي غزل کره کتنې ته وړاندې شو

په غزل تود او اوږد تنقیدي بحث وشو او په دې فېصله وشوه چې  دمقطع نه علاوه نور ټول غزل لکه د یو نوي شاعر په غزل ابتدايي تمرین دی ،
په دې دلایلو چې یو خو غزل دومره سلیس دی چې د تخلیقیت خواږه پکې کم محسوسیږي،بل داچې شاعر په غزل کې د محاورې او د تورو په سم ځایونو استعمال نه دی کړی ،ددې هرڅه سره سره شاعر په غزل کې د شعري تلامزماتو غلط استعمال کړی دی
د غونډې دریمه برخه کې قراردار وړاندې شو چې په کې راغلي وو چې دپښتنو په خاوره چې د ریاستي ادارو په اشارو د اور او بارودو کومه لوبه روانه ده ،جرس ادبي جرګه دهغې غندنه کوي
غونډه او بحث کې محتاج سراج،وقاص ترین،امجدسورج،ریاض ساحل،ریاض تسنیم،مبارک احمدمبارک،وصال مومند،ننګیال یوسفزی،امان اپریدي ،طاهراپریدي،قېصراپریدي،ډاکټرسعدي،ظفرکریمي او ماښام خټک برخه اخېستې وه ـ

راتلونکي غونډه کې به په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پښتو چاپ شویو کتابونو باندې مذاکره کیږي