دواورې شپه
                                                                   ذکریا تامر

                           ژباړه   نورمحمد سعید کراچۍ mazdegar@yahoo.com

يوسف دکړکۍ په شيشې پوري تندی لګولی ولاړ وو او باهر انګڼ ته یې کتل چې په تیت ډول واوره پکي وریده.مور یې چای جوشه دبخارۍ دپاسه کیښووه او پلار یې یوې ډډي ته غلی ناست وو اندیښنې یې له ګونجو ډک مخ کي له ورايه ښکاريدې.
یوسف پيشو وقاراوه چې دده به زنګنو پوری یې ځان مشوو په پښه یې په زوره له ځانه پوري وهله او دې هم چټک ټوپ وهل او بخارۍ ته نزدي نغښتي څملاسته.دخوب په لیدو یې پیل وکړ په یوه لوی باغ کي ګرځیده چې
جګ دیوالونه یې وو او بې شمیره داسي مرغان پکي ناست وو چې دیوه هم وزر نه وو.اودې پکي دخپلي خوښي یوه ښه غټه پټه مرغۍ له مرۍ نیولي وه مرغۍ ورته ډیر فرياد وکړ چې ما پريږده
زه بې وزله یم
زه به سندره درته ووایم
خو دې په بې رحمۍ تر هغې دمرغۍ په مرۍ خپل تیره غاښونه خښ کړي وو چې تر څو یې دهغې تړمې ویني له ستوني تیري شوي نه وي.
یوسف خپل تندی د کړکۍ په لنده شیشه پوری نور هم ټینګ ومښلاوه او دخپلي تښتید لې خور دمخ انځور یې په دماغ کي جوت کړ...یوه خاموشه نجلۍ ، تل له خندا ډکه خوله...په زړه کي یې له ځانه سره وویل
چې کله مي هم وموندله ژوندۍ یې نه پریږدم. سر به ځني غوڅ کړم؛

پدې کي دیوسف پلار غږ وکړ.وه هلکه ته په ولاړه ستړی نه یې؟
یوسف لا هم ولاړوو چې مور یې وویل:هو رشتیا درته وه مي نه ویل چې ما پرون بیګاه څه لیدلي؟
او بیا یې خپله ورغبرګه کړه :ما پرون هغه بیا ولیده.
یوسف زر مخ ورواړاوه خو چې په مور یې سترګی ولګیدي نو پوه شو چې مور یې هغه صحرایی(ماره)یادوي کومه چې
ددوي دزاړه کور دخټین دیوال په کومه سوړه کي پټه اوسیده.یوسف دزړه په سترګو هغه توربخونه ماره ولیده چې ورورو
دسپوږمۍ په رڼا کي ددیوال له بیخ سره ښویده
څومره ښکلې ښکاریده تا به ویل چې ملکه ده. مور یې وویل .او یوسف داسی محسوس کړه لکه ماره چې په رشتیا ملکه وی
خو داسی ملکه چې وینځې او سهیلۍ یې ټولې مړې شوې وی .او دا یوازی بې مقصده په لویه دنیاکي ګرزي

پخوانۍ غصه بیا د یوسف تر زړه تاو شوه او پلار ته یې وویل:دا ماره به مو وچیچی باید څه غم یې وکړو!
پلار یې په داسي حال کی چې مرموزه موسکا یې په شونډو وځغلیده ځواب ورکړ.دا یوازی هغه څوک چیچي څوک چې ده ازار کړي
دا له هغه وخته په دي کور کي اوسي کله چې لا زه هم نه ووم پیدا شوی
خو یوسف ته معلومه وه چې ماره هم دده به کرکې پوهیده نو دموقعې په تر لاسه کولو به له ده نه خامخا غچ واخلي
ده څو ځله هڅه کړي وه تر څو خپل پلار قانع کړي چې له دې کوره کوم بل نوي کور ته داسي یوه ته چې ښه پاخه سیمټی
دیوالونه ولري په تک سپین رنګ رنګیدلی وی کډه شي خو پلار به یې تل دا ویل چې زه زه دلته پیدا شوی یم اوهم دلته به مرم
یوسف دپلار مخ ته کتل سپین ږیری پلار یې وټوخیده او په کلکه یې وویل: ویې لټوه او مړه یې کړه!
یوسف په غصې دکوټې هغه تش ګوټ ته وکتل چرته چې به یې خور کیناسته او له ځان سره یې فکر وکړ
چرته به رانه خلاصیږي .یوه نه یوه ورځ به یې خامخا پیدا کړم.
دکوټې په دغه ګوټ کي به هغه ناسته وه او له خپلی پیشو سره به خبري او لوبي کولي....اوس به چرته یې؟
هغه دسګریټو څکلو ته زړه وغوښتل خو دا چې له پلاره یې پټ څکل نو روان شو تر څو له کوټې دباندي یو سګریټ وڅکي خو له روانیدو سره سم پلار تری وپوښتل ؛چرته ځې؟
ستړی یم ځم چې پیده شم.

ته کوم ټوله ورځ تیږي ماتوي چې ستړی شوی یې ؟ته خو هیڅ کار هم نه کوي ..بیا په کومه خوله وایې چې ستړی شوم؟
ته ولي کوم کار او مزدوري نه کوي؟ خو له ده مخکی یې مور ځواب ورکړ .یه سړیه ته نه وینې چې دی مریض ده؟
نه ګوری څومره کمزور او ناتوانه ښکاري؟یوسف پوه شو چې بیا هغه وخت راورسید چې ده نه غوښتل راشي.پلاریې مور ته په غو صه وویل دا هر څه ستا دلاسه دي.زوی دي هیڅ نه کوي خوري څکي او خوبونه کوي...لور دي له کوره وتښتیده.ته ټوله ورځ له ګاونډیانو سره اپلتي وایې .او زه ټوله ورځ دخره په شان کار کوم.
ورو خبري کوه ګاونډیان به یې واوری..ښځي ورته وویل.
زه به دومره په زوره وایم چې څومره مي وس وي خاوند یې ورته وویل او بیا یې داسمان په لور مخ ونیو او په ژړغوني غږ یې وویل
خدایه ما کومه داسی ګناه کړی وه چې په تیر عمر دي دې شرم ته وساتلم؟
ما درته نه ویل چې پولیس ته دخپلي لور دبې درکۍ په هکله ووایه؟ښځي ورته وویل.
تا به هغه په کور کي یوازی نه پریښوه .له له ځان سره به دي دګاونډیانو کره بوتله .نو هغه به نه تښتیده.تا ولي هغه له ځان سره نه بوتله؟
هغه عاجزه دکور له کارونو کولو پس ډیره ستړي شوي وه.
عاجزه !ددغې عاجزي خو سر دوهلو ده.اوس به موږ خپلو خپلوانو ته څه ځواب وایو چې دهغې په هکله پوښتنه وکړي؟
او بیا هغه یوسف ته مخ ورواړاوه او وې ویل ؛ ګوره په هر ډول چې وی دا سپۍ پیداکړه او دڅټ له خوا یې حلاله کړه؛
دیوسف په ذهن کي دهغه پسه انځور وروګرزید چې دماشومتوب په وختونو کي لیدلی وو کله چې به قصاب هغه حلالاوه نو هغه به دقصاب
تر ګوڼدو لاندي پښي وهلي چې ځان خلاص کړي ولي دقصاب تیرې چاړي به زر دهغه غاړه پری کړه.او وینو به یې له ژور سره زخم نه
داره وکړه.