غزل

 ژوند خاورې ايرې زما
ويښې ويښې شپې زما
هرطرف نفرت نفرت
غوڅى حوصلې زما
ښاردشرمخانو ډک
وې خوړې رمې  زما
روغ قلم به څه کړمه
ګوتې شولې پرې زما
څرنګ مستقبل بچ کړم
لارې دې کږې زما
دا لشې لشې ځوانى
دادهجر شپې زما
دابه شى او دابه شى
څومره ارادې زما
لويه ښاريه ده خو
نشته دے اسرې زما
دارنګونه څومره چې
واړه بې مزې  زما
ښارکښې دډاکوانو راج
هرطرف تيارې زما
څومره  زوره وريمه
څومره اوښکې شوې زما
دادبدبختۍ ورځې
څرنګ به شى ښې زما
ګرانى مصوره دى
داد ژوند لمحې  زما

مصورقريشى